د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ سپين ږیري او قومي مشران وايي، د دې ولسوالۍ طبیعي ځنګلونه چې د تاجېکستان له پولې سره نږدې موقعیت لري، د حکومت د وسلهوالو طالبانو په تربیوې مرکزونو مُبدل شوي دي.
په هغې غونډه کې چې په کې د کندز ولایت سرپرست، د پامیر د ۲۰ فرقه قوماندان، د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان، د ولایتي شورا غړو او د دې ولسوالۍ مخورو شتون درلود، دغو مشرانو په یادې برخه کې د دولت له نه پاملرنې څخه سر ټکاوه.
د یادې ولسوالۍ د سیمه ييزې شورا غړي سلطان همکار وویل چې دا مهال د دغې ولسوالۍ ځنګلونه وسله والو طالبانو او بهرنيو جنگیالیو د ځانوژونکو، ماین جوړونکو او د نورو ترورېستې بریدونو مرکزونه جوړ کړي دي.
ښاغلي همکار وویل:
"د امام صاحب ځنګل د طالبانو مرکز دی، په ځنګل کې طالبان خپل ځانوژونکي، ماین جوړونکي کارونه کوي او ترورېستان روزې، موږ تل خپل غږ پورته کړی دی خو هېڅ چا هم زموږ غږ نه دی اورېدلی."
په همدې حال کې د نوموړې ولسوالۍ د سیمه ييزې شورا استازی وکیل تاج محمد حکومت په بې پروایۍ تورنوي او وايي چې په دې ولسوالۍ کې د جګړو له کبله څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي همدارنګه له ډېرو ناخوالو سره مخامخ دي.
ښاغلي تاج محمد وویل:
"په خبرو ستونزې نه حلېږي باید د ستونزو د حل لپاره ګوټلې او عملي ګامونه پورته کړي، اوس مهال په دې ولسوالۍ کې څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ د جګړو او د طالب ظلم له لاسه بې ځایه شوي دي او دا مهال د جوماتونو په وجورو کې او کرايي کورنو کې له ستونزو ډکې شپې او ورځې سبا کوي او له بلې خوا یې په توپونو هم وېشتل کېږي په دې توپونو یو طالب نه دی ټپي شوی او نه وژل شوی، خو ټول مُلکي خلک ټپیان شوي دي ورشئ له روغتون څخه لیدنه وکړئ."
په ورته وخت کې، د امام صاحب ولسوال امان الدین قُریشي بیا وايي، د طالبانو او د بهرنیو جنګیالیو د له منځه وړلو په هدف باید ډېر ژر تصفیوي عملیات پیل شي.
هغه همداراز، دې ته په اشارې سره چې باید په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر شي وویل:
"طالبان ډېر دي، خو په دې ولسوالۍ کې زموږ امنیتي ځواکونه لږ دي، خو زه هېله کوم چې د فرقې قوماندان دې ولسوالۍ ته د ځانکړي ځواکونو یو قطعه راولېږي، څو د طالبانو پلانونه شنډ کړي او د خلکو امنیت تأمین کړي."
خو د کندز ولایت سرپرست حمدالله دانشي، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به په دې ولسوالۍ کې د خلکو ستونزې هوارې کړي.
دانشي په خپلو خبرو کې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې د ترورېستانو پر وړاندې تصفیوي عملیات هم پیلېږي.
هغه زیاته کړه:
"زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ډېر ژره به د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې هوارې کړو همدارنګه ډېر ژر به په کندز ولایت کې او په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیت رامنځته کړو."
همداراز په کندز کې د ملي اردو د پامير د ۲۰ فرقې قوماندان جنرال محی الدین غوري، پر خلکو غږ وکړ څو له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړئ، ځکه پرته د خلکو له همکارۍ امنیتي ځواکونه په یوازېتوب هېڅ هم نشي کولاي.
ښاغلي غوري همداراز وویل:
"زه ستاسو په ملاټر له امنیتي ځواکونه سره د ځنګل په لور حرکت کوم، څو هالته د دښمن مرکزونه له منځه یوسو ځکه دا د افغانستان خاوره ده، زه اجازه نه ورکوم چې د پاکستان مزدوران او پاکستانیان دلته مرکزونه جوړ کړي."
د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د امام صاحب ولسوالۍ سمیهییزو چارواکو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو پر موجودیت اندېښنه ښودلې وه، نوموړې ولسوالۍ له تاجېکستان سره ګډه پوله لري او سرحدي سیمو کې پراخ طبیعي ځنګلونه هم موجود دي.
راپور - اجمل آرین