د افغانستان حکومت په کابل کې د اعتراض کوونکو له استازیو سرهترخبرو وروسته د هغوی یو لړ غوښتنې ومنلې.
تیره ورځ په کابل کې د هغو اوو کسانو په ننګه چې سرونه یې په زابل کې غوڅ شوي وو، مظاهره وشوه.
ولسمشر او اجرایي رییس تیره شپه په ارګ کې د دې اعتراض کوونکو له استازیو او د وژل شویو کسانو د کورنیو له یو شمېر غړیو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کې ولسمشر او اجرایي رییس د اعتراض کوونکو له استازیو سره ژمنه وکړه چې د دوی د سیمو د امنیت لپاره به هڅې وکړي او د عبداله عبداله مرستیال حاجي محمد محقق بیا یو شمېر مظاهره چیان تورن کړل چې په دې ډول غواړي له حکومته باج واخلي او خپلې شخصي غوښتنې پرې ومني.
د افغانستان حکومت په کابل کې د لسګونو زره کسانو له مظاهرې وروسته د هغوی د یو شمېر استازیو غوښتنې ومنلې.
اعتراض کوونکو د عدالت د پلي کیدو، د لارو د امنیت، د ملکیانو د وژلو د مخنیوي او د قربانیانو کورنیو ته د پاملرنې ژمنې وکړې.
تیره شپه په ارګ کې د اعتراض کوونکو یوه استازي مصباح حسین فروغ د غزني د یو شمېر سیمو پر امنیت ټینګار وکړ:
"موږ نه جګړه غواړو، نه په افغانستان کې بې اتفاقي غواړو، موږ د ملي وحدت له حکومته که ان نیمګړی حکومت وي، ملاتړ کړی او کوو یې، خو شرط دا دی چې زموږ غم وخوړل شي."
ولسمشرغني د اعتراضونو تر اوریدو وروسته یو شمېرغوښتنې پر ځای وګڼلې او ویې ویل:
"په ګیلان کې د پوستو جوړل، په سر سترګو. د کورنیو چارو وزیر ته مې په ښکاره ویلي دي چې د اعتبار وړ سیمه ییز پولیس دې په ګیلان کې تشکیل شي او دا کار به په لرې راتلونکې کې نه کوو په څو ورځو کې به یې کوو او نه په څو اونیو کې، همدا راز د شهیدانو ورثې ته پاملرنه هم په سرسترګو."
خو ولسمشرغني د دغو استازیو ځیني غوښتنې د اوس لپاره د تطبیق وړ ونه ګڼلې:
"د خاک افغان ولسوالۍ فعالیدل په اصل کې منو خو په عمل کې باید زموږ ستونزې درک کړئ."
په کابل کې تیره ورځ مظاهره کوونکو له سهاره تر ماښامه پر دولت سخت انتقادونه وکړل او ویل یې، لکه څرنګه چې پکار و، دولت په زابل کې له یاغیانو څخه د دوی د برمته شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته نه ده کړې چې اخر د هغوی له اوو تنو چې په کې ښځې او یو نهه کلن هلک شامل و، سرونه غوڅ کړل.
خو ولسمشرغني وویل، کله چې دا کسان په زابل کې برمته شول، د هغوی د ژغورنې لپاره عملیات پیل شول.
د ولسمشرپه وینا په دې موده کې یرغملو د برمته و د ساتلو ځای ۵۶ ځلې بدل کړ.
اجرایي رییس عبداله عبداله هم وویل چې حکومت هڅکله د دغو کسانو د خوشې کیدو په برخه کې بې تفاوته نه دی پاتې شوی، عبداله عبداله وویل، په تیرو څو ورځو کې ټوله توجه دې ته وه چې یوه ناوړه پیښه شوې ده، څو بله یوه رامنځته نه شي:
"تاسو ټوله پوهیږئ چې په ټول افغانستان کې نن جګړه ده دا ناوړه پیښه، ژوره پیښه وه، ځکه د دولت ټولې دستګاه یوه اړخ ته دې پیښې ته پام کاوه او بل لورته یې د خلکو غږ ته ځواب ورکاوه چې غږ یې اوچت کړی او بلې خواته دا اندیښنه وه که نن یوه پیښه شوې ده څو خدای مه کړه تر دې بله ناوړه پیښه رامنځته نه شي."
د عبداله عبداله دوهم مرستیال حاجي محمد محقق هم ټینګار وکړ چې د برمته شویو کسانو د خوشي کیدو لپاره حکومت په لومړي سر کې هڅې پیل کړې، خو ښاغلي محقق یو شمېرکسان او ډلې یاد کړل چې هڅې یې کولې د چهارشنبې د ورځې له اعتراضونو څخه سیاسي ګټه ترلاسه کړي:
"که څوک په انتخاباتو کې شکست خوري، لاړ دې شي د خلکو زړونه دې خپل کړي، هغوی چې په انتخاباتو کې ماتې خوړلې، هغوی چې په وزارت پسې ګرځیدلي، ټول هغه کسان چې چوکۍ ته نه دي رسیدلي، راغلي دي د دغو شهیدانو وینې بهانه کوي، نه د هیواد ګټې، نه د قوم ګټي او هزاره راوله د ارګ مخې ته او مرګ مرګ او ارګ و مرګ شعارونه پرې ورکړه."
حاجي محمد محقق زیاته کړه چې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناامنۍ دي او د ټول هیواد ناامنۍ باید هیرې نه شي.
د کابل د تیرې ورځې مظاهرې په څیر مظاهره مخکې نه وه شوې، اعتراض کوونکو له سهاره تر ماښامه د اوو قربانیانو جسدونه له ځانونو سره وړل او شعارونه یې ورکول، خو د حکومت چارواکو د دوی له استازیو وغوښتل چې د قربانیانو مړي ژر تر ژره خاورو ته وسپاري او تر هغه وروسته که بیا هم دوی څه غوښتنه لرله پر هغې به خبرې وشي.