ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په طالبانو کې د ملا محمد رسول اخند په مشرۍ د یوې نوې ډلې په جوړیدو لیکنې کړي.
له طالبانو څخه د دې بېلې شوې ډلې مشر ملا محمد رسول اخند په وروستیو کې د هرات په زېرکوه سیمه کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې په کې یې پر خپل سیال ملا اختر محمد منصور سخت انتقادونه وکړل.
نیویارک ټایمز:
په دې لړ کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سولې او ښځو د حقونو څخه د دې ډلې په ملاتړ باندې لیکنه کړې.
نیویارک ټایمز وايي، له طالبانو څخه یوې نوې بېلې شوې ډلې؛ د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو لپاره چمتو ده او همدارنګه دوی به ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
دا خبره نیویارک ټایمز له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې د مرستیال عبدالمنان نیازي له خولې کړې.
ورځپاڼه وايي، د طالبانو دا نوې ډله تېره اونۍ په فرا کې د یو شمېر طالب مشرانو له غونډې راجوړه شوه؛ خو تر اوسه دا څرګنده نه چې په ټول افغانستان کې څومره ملاتړي لري.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د افغانستان په جنوب کې د برمته شویو اوو هزاره ټبرو د وژنې مساله یاده کړې.
په راپور کې راغلي د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د څلور سړیو؛ درېیو ښځو او یو هزاره ماشوم مړي موندل شوي چې سرونه یې پرې شوې دي.
واشنګټن پوسټ وايي، دا اووه تنه افغانان په هغه ځای کې وژل شوي؛ چېرې چې د وسله والو طالبانو دوه ډلې په جنګ بوختې دي او تر اوسه یې ترمنځ نژدې شپېته کسان وژل شوي دي.
افغان ولسمشر دا وژنه په کلکو ټکو غندلې او ټاکل شوې ده چې د ملي امنیت په شورا کې پر دې موضوع بحث وشي.
ورځپاڼې په عین حال کې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخند د پلویانو ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته هم اشاره شوې ده.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې د افغان چارواکو له خولې ویل شوي؛ د اسلامي دولت په وسله والې ډلې یا داعش پورې تړلې څلورسوه کورنۍ په زابل کې ځای پرځای شوي.