د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

د روسیې سفیر: افغانستان باید د سیالۍ ډګر نه بلکې د همکارۍ ډګر وي


په کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانتیتڅکي.
((تصویر د روسیې سفارت له پاڼې څخه))
په کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانتیتڅکي. ((تصویر د روسیې سفارت له پاڼې څخه))

په کابل کې د روسیې سفیر له افغان حکومت څخه غواړي چې د ناټو غړي هېوادونه او امریکا قانع کړي چې روسیې ته په افغانستان کې د خپل سیال په سترګه ونه ګوري؛ بلکه خپل همکار یې وګڼي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر وایي هېواد یې یو باثباته؛ بې طرفه او له تروریزم او نشه یي موادو څخه پاک افغانستان غواړي.

الکسانډر مانتیتڅکي پرون ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت په تېره بیا د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د روسیې د وړیا پوځي مرستو غوښتنه کړې ډه. دی وایي، روسیې هم دغه غوښتنه منلې او اوس د دوی مشران دغه وړاندیزونه ارزوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې روسیه په افغانستان کې قرارګاه نه غواړي او د هغه هېواد سرتیري به هم افغانستان ته ولاړ نه شي.

دی وايي: "ځینې آوازې شته البته ستاسو په هېواد کې د قرارګاه په اړه؛ خو دا ټولې ګنګوسې دي. موږ په دې اړه ستاسو له حکومت څخه هېڅ ډول غوښتنه نه ده کړې. دوهم دا چې زموږ مشرانو قاطع پرېکړه کړې چې یو سرتیری به یې هم په افغانستان کې پښه کېنږدي."

الکسانډر مانتیتڅکي زیاته کړه لویدیځ او ناټو ۱۶ کاله په افغانستان کې حضور درلود؛ خو ونه توانیدل خپل هدف ته ورسیږي او تروریزم مات کړي. دی وایي، له بده مرغه تروریستان اوس هم په دغه هېواد کې په تېره بیا په شمالي برخو کې فعال دي.

د روسیې سفیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې مبارزې کې همکارۍ ته چمتو دی؛ خو ټینګار یې دا و چې لوېدیځ باید روسیې په افغانستان کې د خپل رقیب او سیال په سترګه ونه ګوري.

مانتیتڅکي زیاتوي په خپله افغان حکومت او د افغانستان خلک کولی شي پر لوېدیځوالو فشار راوړي چې افغانستان باید د سیالۍ نه بلکه د همکارۍ ډګر وي.

"موږ حاضر یو ستاسو په هېواد کې له غربیانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو. له همدې کبله، تاسو او افغان حکومت باید له لوېدیځو هېوادونو وغواړئ چې افغانستان ته د سیالۍ د ډګر په سترګه ونه ګوري؛ بلکه مرسته وکړي چې په دې ځای کې زموږ همکاري بیا پیل شي."

د روسیې سفیر په دې اړه چې پاکستان څومره د افغانستان په بحران کې مسوول دی وویل: "البته داسې ادعاوې کیږي چې تروریستان د اسلام آباد له لوري حمایه کیږي او په دې کې د شک ځای هم نه شته چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو تر پیل وروسته ټولې دغه تروریستي ډلې د افغانستان لوري ته ولاړې په تېره بیا د افغانستان شمال ته."

دغه روسي مقام دا هم وویل چې ادعا کیږي د تاجکستان، ازبکستان او د چچن وګړي په افغانستان کې فعالیت کوي او د ده په خبره روسیه غواړي په دې اړه اسناد ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG