د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

جرمني به ټول افغان پناه غوښتونکي ونه مني او ډیری به یې ستانه کړي


هغه افغانان به چې د افغانستان له نسبتاً امن ځایونو څخه جرمني ته راغلي بیرته خپل هېواد ته واستول شي. دا خبرداری د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن ورکړ.

توماس دي مایزییر وویل، په هېواد کې یې د افغان پناه غوښتونکو زیاتوالی چې د ده په وینا اکثره یې له نسبتاً امن ځایونو راغلي، نور ورته د منلو وړ نه دی او د دوی ډیر به یې بیرته خپل وطن ته واستول شي.

جرمني چې اروپاته د ور روانو کډوالو او پناه غوښتونکو ډیرې برخې ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، د هغوی لپاره د سرپناه په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. دې هېواد ته روان کال په سلګونو زره کډوال او پناه غوښتونکي ورغلي دي.

سوریایان د دغو نویو کډوالو لویه برخه ده چې تر ډیره د پناه غوښتونکو په توګه د منل کیدو چانس ځکه لري چې په هېواد کې یې کورنۍ جګړه روانه ده.

خو له سوریایانو وروسته افغانان د دغو کډوالو او پناه غوښتونکو لویه برخه جوړوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیردي مایزییر وویل، افغانستان په روانې اکتوبر میاشت او هم په ټول کال کې دوهم ځای درلود.

هغه په برلین کې خبریالانو ته وویل، چې دغه وضعیت نور نه شي زغملی:"هغه کسان چې له افغانستانه د پناه غوښتونکو په نوم راځي، ټول دې د دې تمه نه کوي چې په دې هېواد کې به پاتې کیږي. ان د زغم په شرایطو کې هم."

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دغه وضعیت موږ نشو منلی او زیاته یې کړه چې په وروستیو کې جرمني ته د ورغلو د منځنۍ طبقې د خلکو چې اکثره یې د کابل دي، شمېر زیات شوی دی.

دي مایزیر وویل، جرمني د افغانستان له حکومت سره په دې توافق کړی چې ځوانان او د متوسطې طبقې خلک دې په خپل وطن کې پاتې شي چې خپل هېواد ورغوي.

هغه زیاته کړه چې د جرمني عسکر او پولیس له افغانستان سره چې امن شي مرسته کوي.

جرمني چې په افغانستان کې د نړېوالو مرستندویه ځواکونو په ماموریت کې د اوږدی مودې مرسته کړې، په اوس وخت کې د دې هېواد۹۴۴ عسکر د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.

هغه وویل، پراختیایي ډیره مرسته له افغانستان سره شوې ده او موږ تمه کوو چې افغانان په خپل هېواد کې پاتې شي. زه نن دا خبره واضح کوم چې هغه کسان چې له افغانستانه د پناه غوښتونکو په نوم جرمني ته راځي ټول به په دې هېواد کې ونه منل شي.

دي مایزییر وویل، جرمني به افغانستان په سیمه کي لکه د بالکان د ډیرو هېوادونو په څیر امن هېواد اعلان نه کړي خو د هر پناغوښتونکي غوښتنه به په جلا توګه په احتیاط وڅیړل شي.

هغه زیاته کړه چې جرمني به د افغانستان له حکومت سره کار وکړي چې بیرته خپل هېواد ته د افغانانو استول یقیني کړي او اروپایي ټولنه به هم د کابل له حکومت سره په یوه تړون کار وکړي چې رد شوي افغانان بیرته ومني.

XS
SM
MD
LG