د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۱

افغان چارواکي د روغتیا په برخه کې د هند پاملرنه مهمه بولي


افغان چارواکي او د دغه هېواد د دارو درملو کمپنۍ په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د ښه کیدو لپاره د هندوستان پاملرنه مهمه بولي.

دغو چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د درملو او طبي سامان الاتو د لومړني نندارتون د پرانستو پر مهال ټينګار وکړچې د روغتیا په برخه کې به د هندوستان مرستې جلب کړي.

د روغتیا برخې په دغه لومړي نندارتون کې افغان او هندي کمپنیو خپل تولیدات او طبي سامان الات نندارې ته وړاندې کړي چې څلور ورځې به دوام پیدا کړي.

افغان چارواکي وايي چې د روغتیا په برخه کې د هندوستان مرستې او د دغه هېواد څخه د درملو واردول مهم رول لري او له هندي کمپنیو سره به په ګډه د دغې برخې د ښه کیدو لپاره کار وکړي.

افغان چارواکو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او هندوستان په لومړني طبي نندارتون کې وکړې او وې ویل چې د روغتیا له برخې سره د هند مرستې او پانګونه د افغان ناروغانو ستونزې کمولی شي.

په افغانستان کې د پانګونې څخه د ملاتړ د ادارې مشر قربان حقجو وايي چې د دغه نندراتون له لارې به هڅه وکړي چې د روغتیا په برخه کې د دغو دوه هېوادونو ترمنځ یو ګډ پول جوړ کړي:"موږ به په دې وغږیږو چې څنګه کولای شو زموږ پانګه وال له هغو ښو تجربو څخه چې هندوستان یې د روغتیا په برخه کې یې لري ګټه واخلي، په دې هم چې څنګه کولای شو د روغتونو او په ټوله کې د روغتیا په برخه کې د هندوستان او افغانستان ترمنځ ګډ سوداګریز شراکت رامنځته کړو.))

په دغه نندارتون کې ۱۲۰ افغاني کمپینو او د لسو څخه زیاتو د درملو هندي کمپنیو ګډون کړی چې د څلور ورځو لپاره به پرانیستی وي.

په کابل کې د افغانستان او هندوستان د روغتیا برخې د کمپنیو له خوا لومړی طبي نندارتون داسې مهال جوړیږي چې په دې وروستیو کې افغانستان ته له ګاونډي هېواد پاکستانه د درملو واردول کم شوي دي.

څه باندې دوه میاشتې وړاندې د درملو واردونکو شرکتونو ټولنې هېواد ته د پاکستاني درملو واردول منع اعلان کړل او اوس ویل کیږي چې دا اندازه ۴۰٪ کمه شوې ده.

بل خوا د د روغتیا په برخه کې د هندوستان په مرستو داسې وخت ټینګار کيږي چې ډیرافغان ناروغان د درملنې لپاره هندوستان ته ځي او دلته د ناسمو درملو او د ناروغی له نه تشخیصه شکایت کوي.

په کابل کې د هندوستان سفیر وايي چې د افغانستان سره یې په روغتیايي برخه کې هم اړیکې داسې ژورې دي لکه د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ چې شته.

ښاغلي امرسینها چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وو، په خپلو پانګه والو او د کمپنیو په مسولینو غږ وکړ چې افغانستان ته هغه درمل صادر کړي چې د هندوستان لپاره جوړیږي:"ټولو هندي صادرونکو ته به زما مشوره دا وي چې دوی باید افغانستان ته یواځې د داسې دوست په سترګه ونه ګوري چې درملو ته اړتیا لري بلکې دغه هېواد ته وړ او باکیفیته درمل ورکړي، موږ باید ترټولو غوره وو، نو زما یواځينې مشوره به دا وي چې افغانستان ته هغه څه ولیږو چې هندوستان یي خپل ځان او نورې نړۍ ته جوړوي او دغه به ستاسې د سوداګرۍ د پراختیا ښه لار وي."

په همدې حال کې داسې شکایتونه موجود دي چې افغان سوداګر د خپلو ګټو په خاطر هندي کمپنیو ته د بې کیفیته درملو د جوړیدو فرمایش ورکوي.

د روغتیا د برخې مسولین وايي چې د ناسم تشخیص او بې کیفیته دارو درملو له امله ډیر افغانان په هېواد کې درملنې ته زړه نه ښه کوي او دا کار د دې سبب کیږي چې هرکال شاوخوا درې سوه میلیونه ډالره پانګه له هېواده ووځي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG