د تخار امنیتي چارواکي تاییدوي چې د تخار درقد ولسوالۍ تیره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډيو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او څلور ټپیان دي.
خو وسله وال طالبان د دولس افغان سرتیرو د وژلو ادعا کوي.
له بلې خوا د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني وایې چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات روان دي او افغان ځواکونه توانیدلي چې یوازې د ولسوالۍ مرکز ونیسي.