د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۰

برمک: زلزله ځپلو سیموته د ژغورنې او څيړنې ټيمونه استول شوي


د افغانستان د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر وایې چې دوي ټولو هغو سیمو ته د ژغورنې او څيړنې ټيمونه استولي چې د زلزلې له امله زیانمنې شوي دي.

ویس برمک د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د خاورو لاندې د بندو خلکو راویستل لومړیتوب لري او بیا به د څیړنو له بشپړیدو وروسته زیانمنو شوو سیمو ته مرستې ورسوي.

بل لورته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د ټپیانو د درملنې لپاره په مرکز او ولایتونو کې بشپړ چمتوالی لري.

د افغانستان د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر وایې چې د تېرې ورځې زلزلې له کبله په افغانستان کې ۷۶ کسان وژل شوي او ۲۶۸تنه ټپیان دي.

ویس برمک د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې زلزلې له امله ۳۹۴۲کورونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي وویل چې دوي خپل د ژغورنې او څيړنې ټيمونه د زلزلې له امله زیانمنو شوو سیمو ته لیږلي دي:

((زموږ د کار لومړۍ مرحله هغه ټيمونه دي چې بېلابېلو سیمو ته استول شوي دي؛ ترڅو هم وضیعت وڅيړي او که د ژغورنې عملیاتو ته اړتیا وي له خلکو سره مرسته وکړي، په دویمه مرحله کې له څيړنې وروسته به بشري مرستې ورسول شي چې موږ په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لرو)).

نوموړي همدارنګه له وسله والو مخالفانو هم وغوښتل ترڅو د مرستې رسونې په برخه کې خنډ رامنځ ته نه کړي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نړېوال خیریه موسسې باید له زلزله ځپلو سره په وخت مرستې وکړي.

دا زلزله د دوشنبې ورځې ترغرمې وروسته په شاوخوا یوې بجې او۳۹ دقیقې کې وشوه، چې پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه يې ولړزول.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧ درجې و.

په عین حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې چې د دوې د وروستیو شمېرو په اساس د دې زلزلې له امله ۵۹ تنه وژل شوي او ۳۸۵ ټپیان روغتون ته انتقال شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسوول محمد اسماعيل کاووسي د سه شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ډاډ ورکړچې د ټپیانو د درملنې لپاره روغتونونه پوره چمتوالی لري:

((روغتونونه خپل ځانګړي تدابیر له پخوا هم درلودل او نن ورځ هم ټول چمتووالی نیول شوی دی، روغتونونه مطلق چمتو دي زخمیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي)).

نوموړي چې د زلزلې له امله ترډيره په ننګرهار او تخار کې خلکو ته تلفات اوښتې دي.

زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې رسولو لپاره ځنیو بهرنیو هېوادونو لکه هند او امریکا متحده ایالات هم د مرستو ژمنې کړې دي.

خو له دې سره یو شمېرخلک له دې امله اندېښنه لري چې ممکن په ډيرو سیمو کې خلک لاهم د خاورو لاندې وي او د مرستو رسولو په برخه کې به هرډول ځنډ د انساني تلفاتو د زیاتیدو لامل شي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG