د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۱

واشنګټن په مسکو کې د بشارالاسد پر هرکلي انتقاد وکړ


سپینې ماڼۍ پر روسیې اعتراض وکړ چې د سوریې ولسمشربشار الاسد ته یې څرنګه سره غالۍ غوړولې وه او په مسکو کې یې د هغه تود هرکلی وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایریک شولټز خبریالانو ته په واشنګټن کې وویل، موږ اسد ته پر سره غالۍ هرکلی ولید، هغه چا ته چې پرخپلو خلکو یې کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.

شولټز بیا وویل چې دا هرکلی د روسیې له هغه هدف سره په ټکر کې دی چې په سوریه کې د سیاسي واک انتقال غواړي.

بشار الاسد د سې شنبې په ورځ ماسکو ته ولاړ څو له ولسمشر پوتین څخه شخصاً د روسیې د پوځي ملاتړ له امله مننه وکړي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریې کې شخړې پیل شوې دي، دا د بشارالاسد لومړی بهرنی سفر دی. دا سفر درې اونۍ وروسته تردې ترسره شو چې روسیې په سوریه کې د هغو ځواکونو پرضد هوایي بمباري پیل کړې ده چې د بشارالاسد له رژیم سره مخالفت کوي.

بشار الاسد چې په ماسکو کې کله د روسیې له ولسمشر او نورو چارواکو سره روغبړ کاوه نو په خندا یې مننه وکړه:

((د روسانو له مشرتابه مننه کوم چې د سوریې له یووالي او استقلاله دفاع کوي. مهمه دا ده چې دا هرڅه له نړیوال قانون سره سم ترسره کیږي.))

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وویل، چې ده بشار الاسد ته بلنه ورکړې او د سوریې له ولسمشره مننه کوي چې ماسکو ته د دې سربیره راغلی دی چې په هیواد کې یې ناورین روان دی.

روسیه ټینګار کوي چې بشار الاسد دې په واک کې پاتې شي او د امریکا او نورې لویدیځې نړۍ دا نظر ردوي چې د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو لپاره دې بشار الاسد له ولسمشرۍ لرې شي او واک دې یوه منځمهالې ادارې ته وسپارل شي.

ماسکو وایي چې په تیرو دریو اونیو کې روسیي الوتکو د اسلامي دولت پر وسله والو او نورو نړیوالو ترورستانو بمونه غورځولي دي، خو د امریکا متحد ایالتونه وایي چې روسیي الوتکو تر ډیره د سوریې د اپوزسیون منځلارې ډلې بمباري کړي دي، هغه ډلې چې د هغوی روزنه لویدیځ کوي او وسلې ورکوي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي چې د روسیي الوتکو د بمبارۍ په ترڅ کې په تیرو دریو اونیو کې لږ تر لږه ۳۷۰ تنه وژل شوي چې په دوی کې ۱۲۷ ملکیان شامل دي.

XS
SM
MD
LG