د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان افغان ډیپلوماتانوته د ویزې د ورکولو په برخه کې محدودیتونه وضع کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیوته وویل چې ګڼ شمېر نوي او پخواني ډیپلوماتان د پاکستان ویزو ته په تمه دي، خو پاکستان ورته ویزې نه ورکوي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې افغان حکومت هم پاکستاني ډیپلوماتانو ته د ویزې په برخه کې ستونزې پيدا کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع ردوي.
د افغانستان او پاکستان د سیاسي اړیکو له خرابیدو وروسته اوس داسې راپورونه خپاره شوي چې دواړو هېوادونو د یو بل ډیپلوماتانو ته د ویزې د ورکولو په برخه کې ستونزې پيدا کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی پاکستاني ډيپلوماتانو او اتباعو ته د ویزې په ورکړه کې هیڅ ډول محدودیت نه دوی وضع کړی خو ادعا کوي چې پاکستاني لورې په دې برخه کې افغانانو ته ستونزې پیدا کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ګڼ شمېر افغان ډیپلوماتان د پاکستان ویزو ته انتظار دي خو د نامعلومه دلایلو له مخې ویزې نه ورکول کیږي:
((په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستاني ډيپلوماتو یوه ویزه هم نشته چې د انتظار په حال کې وي، خو متاسفانه برعکس اوس مهال موږ یو زیات شمېر افغان ډیپلوماتان لرو چې تازه مقرر شوي دي او ویزې یې د انتظار په حال کې دي، همدارنګه یو زیات شمېر نور برحاله ډیپلوماتان لرو چې هم ډیپلومان او هم یې د کورنۍ غړي له څو میاشتو راهیسې یې ویزې یې نه دي تمدید شوي.))
نوموړي وویل، ان د افغانستان جنرال قونسل چې پیښور ته ورپیژندل شوی یوازې د مقابل لوري د رسمي موافقې لپاره له تقریبآً شپږو میاشتو راهیسې په تمه دی.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان پاکستاني ډیپلوماتانو ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده.
ورځپاڼې همدا راز ویلي چې پاکستان کمال حسین په کابل کې د خپل سفارت د سوداګرۍ اتشې مرستیال ټاکلی خو تر اوسه وېزه نه ده ورکړای شوې.
دې پاکستاني ورځپاڼې ویلي چې نهه نور پاکستاني ډیپلوماتان هم له میاشتو میاشتو راهیسې د افغانستان وېزې ته انتظار باسي.
له دې سره بیا په پاکستان کې میشت افغان محصلین شکایت کوي چې دوې ته پاکستان د لنډې مودې ویزې ورکوي چې دې کار د دوې د زده کړې په برخه کې خنډونه رامنځ ته کړې دي.
په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو او محصلینو د ستونزو په اړه مو په کابل کې د پاکستان سفارت سره خبرې وکړي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي سلاکار اختر منیر ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزې نشته:
((موږ هرمحصل ته د یوه کال ویزه ورکوو، هیڅ داسې محصل به نه وي چې هغه ته د یوې میاشتې ویزه ورکول شوې وي، همدا رنګه د افغان ډيپلوماتانو په اړه چې تاسې یادونه وکړه هلته هیڅ ستونزه نشته او دا کومې خبرې چې بهرنیو چارو وزارت کړي موږ یې نه منو.))
له دې پرته په دې وروستیو کې افغان سوداګرو هم شکایت وکړچې پاکستان یې په تورخم کې سلګونه موټره مواد درولي او هغه هېواد ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
خو یو شمېر افغان کتونکي وایې، که چېرې پاکستان د افغانانو په ویزو کې د محدودیتونو له لګولو لاس وانه خلي نو دا کاربه د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.
ناجیه ساپۍ