د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۸

د امريکا له خوا به"اولسن"د افغانستان او پاکستان ځانګړي استازی شي


ريچارډ اولسن به د امريکا له خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه دنده پيل کړي.

تردې مخکې دغه دنده ډان فيلډمن پرمخ وړه چې دوره يې د سپتمبرمياشتې په اتلسمه نېټه پای ته ورسېده.

ښاغلی اولسن به د نومبرمياشتې په اوولسمه نېټه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده پيل کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د یوې اعلاميې له مخې، ريچارډ اولسن به د هغو پروګرامونو او پلانونو مسئوليت پر غاړه لري چې د امريکا د ملي امنيتي ګټو په پام کې نيولو سره په افغانستان او پاکستان کې د ثبات او سوکالي لپاره پلي کيږي.

تردې مخکې ښاغلي اولسن په پاکستان کې د امریکا د سفير په توګه دنده ترسره کوله او ترهغه مخکې ده په کابل کې د امريکا د سفارت له خوا په پرمختيايي او اقتصادي چارو کې د ريس په توګه دنده درلوده.

ښاغلي اولسن په متحده عرب اماراتو کې هم د سفير په توګه دنده تر سره کړې.

XS
SM
MD
LG