د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

امریکا په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت تر۲۰۱۷مه وغځاوه


د امریکا ولسمشرپه افغانستان کې د دې هېواد نظامي ماموريت د خپلې ولسمشرۍ د دورې تراخره او د ۲۰۱۷م کال تر پايه تمديد کړ.

بارک اوباما پرون ماښام په خپلو خبرو کې وويل چې نهه زره او اته سوه امریکايي پوځيان به د ۲۰۱۶م کال تر پايه او وروسته به د ۲۰۱۷م کال تر پايه ۵۵۰۰ سرتيري په افغانستان کې پاته کيږي.

اوباما وايي:

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموريت به تغيرنه کوي او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته به ادامه ورکړي.

د افغانستان وضعيت د امریکا مشران اړ ايستل چې په افغانستان کې د دې هېواد ماموريت د ۲۰۱۷م کال تر پايه تمديد کړي.

د امريکا ولسمشربارک اوباما په سپينه ماڼې کې د خپلو خبرو پرمهال وويل چې د ده د ولسمشرۍ د دورې تر پايه او د ۲۰۱۷م کال ترپايه به په افغانستان کې ۵۵۰۰ امریکايي سرتيري پاته شي.

د اوباما په وينا، ۹۸۰۰ سرتيري، ياني د اوسني شمېر سرتيري به د ۲۰۱۶م کال تر پايه په افغانستان کې حضور ولري.

ده زياته کړه چې امریکايي ځواکونه به په راتلونکو تر دوو کلونو زياته موده کې د افغان ځواکونو پر روزنه او له تروريزم سره پر مبارزه تمرکز کوي:

((د وسله والو ځواکونو د سر قومندان په توګه، زه به پرېنږدم چې افغانستان يوځل بيا زموږ پر هېواد د حملو لپاره د تروريستانو پټنځای په توګه وکاریږي.

زموږ ځواکونه به په همدې خاطر په دوو کوچنيو او په عين حال کې سختو ماموريتونو کې ګډون ولري.

لومړی د افغان ځواکونو روزنه او د القاعده د پاتې شونو د تروريزم پر ضد مبارزه.))

بارک اوباما همدا راز په افغانستان کې د امریکا د نظامي پروګرامونو د يوه متعادل ماموريت د تمديد يادونه وکړه.

د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې وويل چې افغان امنيتي ځواکونو په کندز ولايت کې د عملیاتو پرمهال خپله وړتيا څرګنده کړه او پر ځان د بسياينې پر لور روان دي.

خو اوباما ټينګار وکړ چې تراوسه د افغان ځواکونو دا وړتيا تر خپل پياوړي بريده نه ده رسېدلې او دغه ځواکونه ملاتړ، مهماتو او لوژيستيک ته اړتيا لري.

ده زياته کړه چې پر مرستو سربېره، افغانستان يو بشپړه هېواد نه دی او اوس هم له خطره ډک دی.

د اوباما په وينا، له دې سره چې په افغانستان کې د امریکا ماموريت پای ته رسېدلی دی، له افغانانو سره د امريکا ژمنې به د اوږدې مودې لپاره وي:

((نن امریکايي ځواکونه د افغانستان په کلیو کې ګزمه نه کوي، زموږ ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په هيڅ ډول مځکنیو عملیاتو کې برخه نه لري.

دا ماموریت اوس له افغانانو سره اړوند دی او هغوی د خپل هېواد د امنيت مسئولین پخپله دي.

لکه څنګه چې مې مخکې وويل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته رسېدلی دی، د افغانستان او د دې هيواد له خلکو سره زموږ ژمنې زياتيږي.))

اوباما همدا راز د افغانستان د ملي وحدت د حکومت ستاینه وکړه او وې ويل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

اوس به اخري پرېکړه د بارک اوباما په ځای ناستي پوري تړاو لري چې په امریکا کې د ۲۰۱۷م کال له انتخاباتو وروسته په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په اړه څه پرېکړه کوي.

د امريکا د ولسمشرۍ لپاره له نوماندانو څخه يو شمېرکسانو له دې مخکې د اوباما پر دې تصميم سخت انتقاد کړی وو چې له افغانستانه به په بشپړه توګه امریکايي سرتيري باسي.

خو اوس د فلوريدا ايالت والي او د امريکا د ولسمشر لپاره د جمهوري غوښتونکو له خوا له نوماندانو څخه يو جيب بوش وايي، د افغانستان په اړه د ولسمشراوباما له پلانه راضي دی.

د يو شمېر امريکايي چارواکو په وينا، بارک اوباما په افغانستان کې د خپل هيواد د سرتيرو حضور او شمېر د ځينو نظامي قومندانانو پر غوښتنه تاييد کړ.

اوس مهال امریکايي سرتيري په کابل کې، د بګرام په هوايي اډه، او په جلال اباد او کندهار کې په دوو نورو اډو کې حضور لري.

د امريکا ولسمشر وايي: هغه پلان چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د سفارت تر بريده پاته کېدل، تغير شو او تر هغه وخته چې دی ولسمشر دی، د هيواد ځواکونه به يې په کابل، بګرام، جلال آباد او کندهار کې حضور لري.

XS
SM
MD
LG