د لوګر د ولایتي شورا مشر وایي چې د ملي اردو یوې هلي کاپټرې په خروار ولسوالۍ کې سقوط کړی دی.
حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه هلي کاپټره نن مازدیګر مهال د تخنیکي ستونزې له امله لویدلې او پیلوټ او یوه بل کس په کې ټپی شوی دی.
یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دغه هلي کاپټره وسله والو طالبانو ویشتې ده.
تیره ورځ په کابل کې د غوڅ ماموریت په قومندانۍ کې هم یوه هلي کاپټره د تخنیکي ستونزو له امله را نسکوره شوه چې پنځه بهرني عسکر په کې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.