د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۰

ربیو:امریکا دې له ۲۰۱۶وروسته په افغانستان کې ۱۰زره سرتېري پرېږدي


دي ټاون ټاک امریکايي خپرونې د یوه امریکايي سناتور مقاله خپره کړې چې وايي امریکا باید له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې ۱۰ زره سرتېري پرېږدي.

د متحدو ایالتونو په مشرانو جرګه کې د فلوریدا ایالت غړي مارکو ربیو په تېرو ۱۴ کلونو کې د اساسي قانون د جوړېدو، د انتخاباتو د ترسره کېدو او د قدرت د سوله ییز انتقال په شان د افغانستان د پرمختګونو یادونه کړې خو په عین حال کې یې ویلي چې د افغانستان جګړه چې په پیل کې ډېرو فکر کاوه چې د څو اوونیو مساله ده، دا ده څوارلس کلنه شوه او لاهم ډېر کار پاتې دی چې په دغه هیواد کې سوله او ثبات راشي.

دغه جمهوري غوښتونکي سناتور د ناامنۍ ترڅنګ د مخدرو موادو لوی قاچاقبران او اداري فساد د افغانستان د نوي حکومت مهم چلینجونه بللي دي.

دی وايي، ولسمشر اوباما او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن له واک ته رسېدو وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه به بریالیتوب ته ورسوي، خو دوی هیڅکله امریکايي پوځ ته واک، منابع او د ماموریت د بشپړولو لپاره لازم وخت ورنه کړ.

سناتور ربیو، چې د ولسمشر اوباما د حکومت منتقد دی، وايي، اوباما، چې ویل یې افغانستان ته به د بیارغونې لپاره د کال یو میلیارد ډالره اضافي مرسته ورکړي، په حقیقت کې له ۲۰۱۰ څخه را په دې خوا هرکال افغانستان ته ملکي مرسته کمه کړې ده او ده مخکې ترمخکې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو د مهالوېش په اعلانولو سره، چې هیڅ پوځي ستراتیژي یې سپارښتنه نه کوي، د امریکا د پوځ هلې ځلې زیانمنې کړې.

ډي ملیتري نشریې، چې په امریکا کې خپرېږي، لیکلي چې د امریکا د پوځ څلورم توپچي کنډک په راتلونکي ژمي او پسرلي کې افغانستان ته ۲ زره اته سوه پوځیان لېږي.

د دې خپرونې په باور، دا پوځیان به، چې په مقابل کې یې همدومره پوځیان له افغانستانه امریکا ته لېږدول کېږي، په هغه صورت کې د امریکا وروستي لېږل کېدونکي پوځیان وي، چې ولسمشر اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې بدلون رانه ولي.

د امریکا ولسمشر د خپل پوځ د ځینو قومندانانو او دغه راز د کانګریس د ګڼو غړیو تر فشار لاندې دی چې له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو کې بیړه ونه کړي.

د امریکا پوځ وویل چې افغانستان ته د ۲۸۰۰ پوځیانو لېږل د دوی د معمولي پروګرام برخه ده چې پر اساس یې پوځیان هر څه موده وروسته بېرته خپل هیواد ته ورغوښتل کېږي او د هغو پر ځای نور استول کېږي.

دي ملیتري خپرونه وايي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت امریکايي جنرال جوزیف کېمبل وايي چې ولسمشر اوباما ته یې ویلي چې له ۲۰۱۶ وروسته دې په افغانستان کې څومره پوځیان پاتې شي. ده د پاتې کېدونکو پوځیانو شمېر ونه ښود خو ویې ویل چې د ده ارزونه دا ده چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG