د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

پنټاګون په سوریه کې د مداخلي په اړه تر سخت فشار لاندې دی


د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې چې په سوریه کې د روسي ځواکونو بمباریو او د کډوالو بحران اندیښنې را پارولي دي؛ د مېډرېډ په لیدو سره اروپا ته خپل سفر پیل کړ.

د امریکا دفاع وزیر اش کارتر اروپا ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترځ کې د هسپانیې، برتانیې او ایټالیې لیدنه کوي او په بروسلز کې د ناټو د تړون د وزیرانو په غونډه کې هم برخه اخلي.

د امریکا دفاع وزارت په سوریه کې د مداخلي په اړه تر سخت فشار لاندې دی.

په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ نه غواړي چې د منځني ختیځ یوې بلې ستونزمنې لانجې ته امریکایي پیاده پوځ واستوي؛ منتقدین په غوصه دي چې واشنګټن ولې د سوریې د جګړي په درولو کې چې څه دپاسه ۲۵۰ زره کسان په کې مړه او په میلیونو نور کډوال شوي پاته راغلی دی.

امریکا د یوه نړېوال ایتلاف مشري کوي چې تقریباً شپېته هېوادونه په کې شامل دي. دغه ایتلاف په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په اهدافو ورځنۍ بمباري کوي؛ خو د بشارالاسد د رژیم ځواکونه نه په نښه کوي.

روسیې چې روانه اونۍ یې د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره په سوریه کې بمباردمان پیل کړ؛ دغې لانجې ته یې یو بله سیاسي جغرافیايي بڼه ورکړه.

د امریکا دفاع وزارت د بشارالاسد د رژیم ځینو معتدلو مخالفینو ته پوځي روزنه ورکوي؛ خو دغه پروګرام باندې وروسته له دې انتقادونه وشول چې ځینو روزل شویو کسانو خپلې وسلې د القاعده شبکې پورې تړلې یوې ډلې ته تسلیم کړي او ځینې نور یې لادرکه شول.

د امریکا دفاع وزیر د هسپانیې او ایټالیا له لیدو وورسته د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په بروسلز کې د ناټو وزیرانو په غونډه کې برخه اخلي.

په دغې غونډې کې د اوکراین، روسیې، سوریې، افغانستان او د اټومي امکاناتو په هکله خبرې کیږي.

اش کارتر د دوه اړخیزو اړیکو د څیړنې لپاره د راتلونکې جمعې په ورځ برتانیې ته ځي.

تمه ده چې هغه به د دفاعي امکاناتو د نوي کولو په هکله هم خبرې وکړي.

اش کارتر چې د امریکا د هارورډ د پوهنتون فزیکپوه استاد پاته شوی ټینګار یې کړی چې اردو باید په تخنیکي نوښتونو سمباله وي.

XS
SM
MD
LG