د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

د سرپل کوهستاناتو ولسوالۍ طالبانو نيولې ده


د سرپل ولایتي شورا وايي چې د کوهستانات ولسوالي طالبانو نیولې ده.

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله خرم آزادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو له پرون شپې راهیسې په دې ولسوالۍ حملې پیل کړې وې چې بالاخره یې نن کنټرول په لاس کې واخیست.

د سرپل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروسته له هغه چې د ولسمشر لومړي مرستیال سرپل او فاریاب ته سفر وکړ؛ د کوهستانات ولسوالي یې په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینو له وجوده پاکه کړه؛ خو ویل کیږي چې په دغو سیمو کې یو ځل بیا د دغو مخالفینو فعالیتونه پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG