د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره د افغانستان د امنیت خوندیتوب او د سولې په اړه روانو هڅو ته ځانګړي کړي دي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان امنیت ته پام د ټولې نړۍ امنیت ته پاملرنه ده.
په سرمقاله کې راغلي چې د ملګروملتونو عمومي غونډه یوښه فرصت دی ترڅوپه کې ګډون کوونکي افغان چارواکي د افغانستان د وضعیت په اړه نړۍ ته وضاحت ورکړي.
سرمقاله لیکونکي ویلي، که چیرې نړېواله ټولنه د افغانستان امنیت ته کار ونه کړي، په هېواد کې به د بېلابېلو وسله والو ډلو فعالیتونه زیات شي.
همدې ورځپاڼې په یوه جلامطلب کې د اجرایي ریس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي چې ځیني هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره ریښتینې هڅې نه کوي.
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې سوله یوازې په بهرنیو خبرو منځ ته نه شي راتلی.
په سرمقاله کې راغلي چې د سولې د هڅو په ترڅ کې باید افغان امنیتي ځواکونه هم په ښو تجهیزاتو سمبال شي څو د جګړې په ډګرکې وسله والو ډلو ته ماتې ورکړي.
سرمقاله لیکونکي ویلي چې د طالبانو نوي مشر په خپل لومړني اختریز پيغام کې له بهرنیو سره د تړونونو په لغوه کیدو ټینګار کړی او ممکن د دې خبرو تر شا د بل چا لاس وي.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د اختر په شپو ورځو کې له بیلابیلو ډلو سره د ولسمشر اشرف غني لیدو کتو ته خپله سرمقاله ځآنګړې کړې او لیکلي دي چې ولسمشر خلکو ته د ښې راتلونکې ډاډ ورکړی دی.
په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر له خلکو هم غوښتي چې د یوې روښانه راتلونکې په جوړولو کې له حکومت سره لاس یو کړي.
جامعه باز ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د ولسمشر هغه خبره را اخیستې چې ویلې یې دي، د سولې د ټینګښت لپاره ننواتې نشو کولای.
په مطلب کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني سوله د هیوادوالو حق بللی او زیاته کړې ده چې د ټینګښت لپاره به یې خلکو ته زارۍ نه کوي.