د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۰

جرمني د افغان سولې په برخه هرډول همکاري ته چمتو دی


په کابل کې د جرمني سفیر مارکوز پوتسل
په کابل کې د جرمني سفیر مارکوز پوتسل

په افغانستان کې د جرمني سفیر وايي، که افغان حکومت له دوی وغواړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، نو هېواد یې هرډول همکاري ته چمتو دي.

مارکوز پوتسل له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل، له بل هرهېواده وړاندې چین او امریکا کولای شي د افغان حکومت وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته کینوي.

که څه هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د بیاخبرو د پيل په اړه تر اوسه هیڅ ډول معلومات په لاس کې نشته، خو جرمني په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکوي.

په کابل کې د جرمني سفیر مارکوز پوتسل له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که افغان حکومت له جرمني وغواړي، نو هېواد یې بشپړو همکاریو ته چمتوالی لري، څو په دې برخه کې لازم سهولتونو رامنځ ته کړي.

د ښاغلي پوتسل په باور د نور هېوادونو په پرتله امریکا او چین کولای شي، د افغان حکومت او وسله والو مخالفان د سولې خبرو ته په کېنولو کې ګټور رول ادا کړي:

((زه فکر کوم چې د سولې او پخلاینې پروسه باید د افغانانو خپله وي او مشري یي هم دوی وکړي، خو ځیني با نفوذه هېوادونه هم کولای شي چې وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته کینوي، په دې برخه کې چین او امریکا رول لوبولی شي، که له موږه هم غوښتنه وشي کولای شو دې برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړو، خو نه غواړو موږپه دې پروسه کې کومه نوې لاره ځانته خلاصه کړو.))

ښاغلي پوتسل له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له اړخه له پاکستان سره خبرې وکړي څو د سولې خبرو بیا پيل ته یې حاضر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د پخواني مشرملاعمر د مرګ په اعلان سره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ترنامعلومې مودې پورې وځنډېدلې.

که څه هم له دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا غړیو د سولې په اړه د ټولو هېوادونو هڅې ستایلې وې، خو یوشمېر پخواني افغان ډیپلوماټان له چین او امریکا پرته د سولې په برخه کې د هېوادونو همکاریو ته د شک په سترګه ګوري.

پخواني ډیپلوماټ احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل، دا چې اوس مهال د افغانستان د سولې خبرې له خنډ سره مخ دي، نو په لنډ مهال کې به په دې برخه کې هرډول اقدام ګټه نه لري:

((د افغانستان، پاکستان او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له بن بست سره مخ دي، درسته ده، ځینې هېوادونو هڅه کوي چې په دې برخه کې ګامونه اوچت کړي، دا چې امریکا عملاً نفوذ لري، نو هیڅکله به جرمني او فرانسې ته اجازه ورنه کړي چې په دې اړه کوم کار ترسره کړي، بل دا چې جرمني پخوا له سید طیب اغا سره ښې اړیکې درلودې، خو اوس طیب اغا له ملامنصور سره نشته، نوشاید د جرمني هڅې، کومه مثبته نتیجه ورنه کړي.))

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یوشمېرنورکارپوهان وايي، اوس چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې او همدارنګه د طالب مشرانو ترمنځ هم اختلافونه زیات شوي، نو لرې برېښي چې په لنډ او منځ مهال کې دې د افغانستان د سولې خبرې یوځل بیا پيل شي.

دوی په دې باوردي چې د افغان حکومت مشران په افغانستان کې د تل پاتې سولې د راوستلو لپاره د امریکا او ملګروملتونوله لارې پرپاکستان فشار راوړي څو یاد هېواد د سولې صادقانه خبرو ته حاضر شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG