د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د افغان طالبانو د نوې مشر سره پر اختلافاتو نړېوالې تبصرې


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان طالبانو د نوې مشر سره د یو شمېر نورو طالب قومندانانو د اختلاف په اړه لیکنه کړې چې په پیل کې یې د چارواکو له خولې وايي:

ملااخترمحمد منصور چې څه موده مخکې د طالبانو د نوې مشرپه توګه اعلان شو، په تیرو څو اونیو کې یې په سلګونو وسله وال زابل ولایت ته استولي څو هلته د ملامنصور دادالله له سرتیرو سره چې په څرګنده یې د د طالبانو د نوې مشر سره له بیعت سرغړاوی کړی جګړه وکړي.

ورځپاڼه په تیرو ورځو کې د طالبانو د دواړو ډلو ترمنځ د تازه نښتو خبر ورکوي او زیاتوي چې په سیمه کې تر اوسه د دې جګړې کومه روښانه نتیجه نه ده لیدل شوې.

ورځپاڼه د زابل د ولایتي شورا د یو غړي حاجي اسدالله کاکړله خولې وايي چې ملااخترمحمد منصور په زابل کې د طالبانو نومول شوې والي ته امرکړی چې ملامنصور دادالله له زابله وباسي. خو کله چې ملا منصوردادالله له زابله وتل رد کړل، د طالبانو نوې مشر پسې وسله وال ور واستول.

کاکړ وايي، د طالبانو مشر غواړي چې د ملامنصور له خپلې قبیلې چې ملاتړ یې کوې لرې کړې او بیا یې له منځه یوسي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه کې د چارواکو له خولې ویل شوې:

داسې نښې نښانې شته چې د ملامنصور دادالله پلویان د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش سره خواخوږي لري چې دې ملااخترمحمد منصور سره یې د دې ډلې په اختلاف کې زیاتوالی راوستی دی.

په زابل کې د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد نصرت یار نیویارک ټایمز ته ویلي، د زابل په ډیرو جګړو کې هغه وسله وال چې ګومان کېږي د داعش ډلې سره تړلي د ملامنصور دادالله له وسله والو سره اوږه په اوږه د طالبانو د مشر خلاف جنګیږي.

د IRIN خبري اژانس په افغانستان کې د حکومت په پلوي ملیشو یوه لیکنه خپره کړې.

په لیکنه کې ویل شوي، کله چې دیرش تنه وسلوال د کلاشینکوفونو سره د محمد میاخیل په نوم د یو سړي کورته ورننوتل او له هغې یې ډیرې پیسې او درې ټنه غنم وغوښتل نو میاخیل پوه شو چې د کور کلي د پرېښودو وخت را رسیدلی دی.

دا خبرې اژانس د میاخیل له خولې وايي، وسله والو دوه ساعته وخت ورکړڅو دا پیسې ورکړي. هغه وايي وسلوالو ورته خبرداری ورکړ که غوښتنه یې ونه مني کور ته به یې اور واچوي او د کورنۍ غړې به یې ووژني.

د لیکنې په دوام کې راغلي چې دې کار میاخیل اړ کړ څو د کندوز خان اباد ولسوالۍ پریږدي او کډه شي.

په راپور کې د خان اباد د ولسوال هدایت الله امیري له خولې ویلي، سږکال یوازې په دې ولسوالۍ کې د ملیشو شمېرله زر تنو درې زرو ته پورته شوی دی.

راپورپه کندوز کې د ولسي خلکو له خولې وايي: د ملیشو د شمېرد زیاتیدو سره، له خلکو سره د دې وسلوالو د ناوړه چلن پېښې هم زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG