د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي چې له خپلې امريکايي سيالې سوزان رايس سره يې د سيمې په وضعيت؛ په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې د مذاکراتو او همداراز د پاکستان او هند ترمنځ په رامنځته شوي کړکېچ مفصلې خبرې کړي دي.
نوموړى همداراز وايي، پاکستان هڅه کوي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو ځنډېدلى لړۍ بېرته ژر پيل شي؛ ځکه چې ترڅو پورې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي رامنځته شوى؛ نو په پاکستان کې به هم وضعيت نارامه وي.
عزيز دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ ناوخته اسلام اباد ته د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت د سلاکارې تر سفر وروسته له (جيو) خبري تلويزيون سره د خبرو پر مهال وکړې.
د امريکا د ملي امنيت سلاکارې په داسې وخت کې اسلام اباد ته سفر وکړ او د دې هېواد له سياسي او پوځي مشرانو سره يې وليدل چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل او اسلام او دهلي ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي دي.
د اسلام اباد او کابل اړيکې تر هغې وروسته خړې شوې چې په کابل کې ترورېستي بريدونه ډېر شول او افغان چارواکيو و رسنيو پر پاکستان کلکې نيوکې وکړې او دا هېواد يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.
خو عزيز وايي چې پاکستان په افغانستان کې د ترورېستي بريدونو په ډېرېدو خواشينى دى او غواړي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې ځنډېدلې خبرې ژر پيل شي:
((له سوزان رايس سره مو د افغانستان په اوسني وضعيت؛ د سولې د مذاکراتو په ځنډېدنه او په افغانستان کې دننه د ترورېستي بريدونو او د تشدد د پېښو په ډېرښت خبرې وکړې.
موږ په دې هم وغږېدو چې که چېرې د سولې خبرې بېرته پيل شي؛ نو د تشدد او ترورېستي پېښو په کموالي کې به مثبت اغېز ولري؛ ځکه چې دا مهال تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې چې کومې ترورېستي پېښې کېږي؛ دا د اشرف غني صيب په مشرۍ د ملي يووالي حکومت لپاره ډېر تشويشناک دي او پاکستان په دې کې هڅه کوي چې په افغانستان کې وضعيت ښه شي؛ ځکه چې ترڅو په افغانستان کې امن نه وي راغلى؛ د پاکستان وضعيت به هم ناارامه وي.))
عزيز همداراز ادعا وکړه، چې پاکستانيو پوځيانو په قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه عملياتو کې ترهګر ځپلي، د هغوى نېټ ورک يې ختم کړى او خبره يې، چې په کابل کې په وروستيو ترورېستي پېښو کې د افغانستان دننني ځايي ترورېستان لاس لري.
نوموړي همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د ملا عمر د مړينې له امله ځنډېدلې خبرې اترې به کله پيل شي، وويل، طالبان دا مهال د مشرتابه پر سر په اختلافاتو اخته دي او تراوسه کومې ډلې د خبرو اترو واک نه دى ترلاسه کړى.
خو ټينګار يې وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او د ترورېستي او د تشدد د پېښو د کموالي يواځنى لار د سولې مذاکرات دي:
(( موږ په دې ټينګار کوو، چې که چيرې تاسو طالبان د جکړې له لارې ختمول غواړئ؛ نو له تېرو دولسو کالو راهيسې په دې لړ کې چندان ښه برياليتوب نه دى ترلاسه شوى؛ نو ځکه ښه لار خبرې اترې او مذاکرات دي.
دا اوس په افغانستان او نورو پورې تړاو لري؛ خو زموږ موقف دا و چې پاکستان، چين، امريکا او افغانستان يوځاى کېني او دا ټولې لارې وسنجوي او وګوري چې غوره لاره کومه يوه ده، چې ټول يې تعقيب کړو.))
عزيز همدراز وويل، له مېرمن رايس يې غوښتي، چې پاکستان ته دې د ترورېزم په ضد جګړه کې د متحدينو د ملاتړ په نامه ورکوونکې مرستې نه ځنډوي، ځکه چې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات دا مهال مهم پړاو ته ننوتي او په خبره يې، چې ددغو عملياتو ښې او مثبتې نتيجې به په څو اوونيو کې څرګندې شي.
په عين حال کې د امريکا د ملي امنيت سلاکارې د پاکستان د پوځ له لوى درستيز سره هم ليدلي او د افغانستان او سيمې په وضعيت يې ورسره خبرې کړي دي.
د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي، چې دواړه مشرانو د سيمې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نېزدې او ګډې همکارۍ ټينګار کړى دى.
راپور: ذبيح شفق