په تیرو څو ورځو کې امریکايي الوتکو د هلمند په موسی کلا کې د طالبانو پر پوستو درې هوايي حملې کړې دي.
امریکايي الوتکو وروسته له هغې د موسی کلا د ښارګوټي شا او خوا د وسله والو پر مورچلو هوايي حملې وکړې چې وسله والو په دې ولسوالۍ کې پرمختګ وکړ او په یو لړ بریدونو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو موټرې او مهمات ونیول.
رویټرز خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند براین ټریبوس له خولې وايي؛ په موسی کلا کې دا هوايي بریدونه ناټو او افغان ځواکونو ته د پېښو ګواښونو پر ضد شوي دي. نوموړې په دې اړه ډیر جزییات نه دي ورکړي؛ خو په سیمه کې د افغان ملي اردو یو ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ د امریکايي الوتکو په بمباریو کې اوه دیرش وسله وال وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوې دي.
د دوشنبې په ورځ د موسی کلا ولسوال د اضافي پوځي ملاتړ غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې وسله وال طالبان د موسی کلا د ښارګوټي نیولو ته نژدې شوې دي.
د ۲۰۰۷م کال څخه د مخه د څو میاشتو لپاره موسی کلا د طالبانو په لاس کې وه. خو په ۲۰۰۷م کال کې په دې ولسوالۍ کې د بریتانوي او امریکايي سرتیرو په ګډون پراخ پوځي عملیات وشول چې زرګونو سرتیرو په کې برخه لرله. د دې عملیاتو په نتیجه کې موسی کلا د افغان حکومت تر ولکې لاندې راغلې.
تر ۲۰۱۳م کال پورې په موسی کلا کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه هم موجوده؛ خو تر پای پورې دا ولسوالۍ په بشپړه ټوګه د وسله والو له موجودیت پاکه نه شوه.
د دوشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ ولسوال محمد شریف خبرداری ورکړی و چې طالبانو له درې خواوو څخه پر ولسوالۍ برید ته چمتوالی نیولی او که پوځي مرسته ور ونه رسیږي؛ نو ښايي ولسوالي د طالبانو لاس ته ولویږي.
د یادونې وړ ده چې د موسی کلا شا او خوا ولسوالۍ هم د طالبانو تر اغیز لاندې دي او ددې سیمې یو شمېر قومي مشرانو ازادي راډیو ته ویلي؛ که مرکزي حکومت د موسی کلا وضیعت ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ دغه ولسوالي به د طالبانو لاس ته ورشي او په دې توګه به د هملند په ولایت کې د طالبانو حضور یو وار بیا پراخه او نورې ارامې سیمې به هم له ګواښ سره مخ کړي.