د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

په کابل کې انتحاري حملې د عبدالنصیر ماشومان بې سرپرسته کړل


بیا هم د کابل په زړه کې د شنبې ورځې درنې چاودنې ګڼې کورنۍ د خپلو عزیزانو د غم په ټغر ته کښېنولې.

دلته د پنځه دېرش کلن عبدالنصیر د کور له هرې برخې د ژړا او چغو غږونه اورېدل کیږي او کورنۍ یې شکایت لري چې په دې ټولنه کې د انسان وینه قیمت نه لري.

عبدالنصیر یو کارګر و چې د ورځې به یې درې سوه پنځوس افغانۍ ګټلې.

نوموړی هغه مهال د شنبې ورځې د انتحاري حملې قرباني شو چې د ورځې په پای کې خپل کارونه خلاص او خپل کور ته روان و.

د عبدالنصیر میرمن وایي، د خاوند د مرګ د خبر په اورېدو سره یې ژوند ته هیلې کمې شوي او د څلورو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمنه ده:

((په دې پاچاهۍ څه وکړم چې نن یې زموږ زړونه یې ودردول؛ ماشومان مې په میدان پاتې شول، له حکومت څخه غواړم چې زما د ماشومانو چې بې سرنوشته پاتې دي؛ خرڅ ورکړي؛ خاوند خو مې تر خاورو لاندې شو، همدا څلور ماشومان مې چې لویان شي او مکتب ووایي همدا راته کافي ده.))

عبدالنصیر د شنبې په ورځ د شینوزاده روغتون مخ ته په یوه موټر بم حمله کې ووژل شو او دا هغه حمله وه چې د درېیو بهرنیو په ګډون یې دولس کسان ووژل او نږدې اویا نور یې ټپيان کړل.

د عبدالبصیر مړینه د نوموړي مور هم سخته دردولې.

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې زوی یې په ډيرې بې وزلۍ کې رالوی شو او ډېرې ستونزې یې وګاللي؛ خو تل هیله یې درلوده چې د خپلو ماشومانو ښه راتلونکی وګوري.

د عبدالنصیر مور په ژړغونې غږ له چارواکو وغوښتل ترڅو د دا ډول حملو مخه ونیسي:

((اشرف غني څه لپاره په پادشاهۍ ناست دی؛ د دې لپاره چې هره ورځ بې ګنا کسان ووژل شي؛ تاسې زما، د هغه د میرمنې او بچیانو له حاله څه خبر یاست چې څه حالت تېروو؛ کله چې مې زوی یادیږي د هغه بې وزلۍ، دعا کوم چې الهې زموږ له حال خبر شې.))

د عبدالنصیر ورور وایي، کله چې د خپل ورور جسد په روغتون کې وموند لاس او پښې یې پرې شوې وې او مخ یې سوی و.

عبدالنصیر د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شو.

عبدالجمیل د خپل ورور د خاورې سپارلو له مراسمو وروسته له خدای (ج) وغوښتل چې د دغو حملو پلان کوونکو ته سزا ورکړي:

((د دوی دې خدای پاک سزا ورکړي؛ همدا چې انتحار کوي، د هغو کسانو چې د دوی رهبري کوي او د هغو کسانو چې دوی ته لار ورکوي.))

سره له دې چې حکومتي چارواکو تل ویلي چې د دغو حملو په پلانولو کې یو شمېر هغه کړۍ مرسته کوي چې په حکومت کې کار کوي؛ خو تراوسه دغه کسان نه دي مشخص شوي.

دیني عالمان بیا وایي، ټول هغه کسان چې په انتحاري حملو کې هدف ګرځي شهیدان دي او د دغو پېښو عاملین به مجازات شي.

وموغوښتل چې د عبدالنصیر له ماشومانو چې مشر زوی یې اته کلن دی خبرې وکړو؛ خو مور یې د دې لپاره چې په راتلونکي کې ورته ستونزه پیدا نه شي له خبرو کولو ډډه وکړه.

خالد هغه ماشوم دی چې د عبدالنصیر په ګاونډ کې اوسي.

نوموړی وایي چې خلک تل د عبدالنصیر له اخلاقو خوښ وو.

((نصیر کاکا ډير یو نیک انسان و؛ په دې وطن کې ډير ظلم دی، یوه ورځ نه ده، تل داسې خلک وژل کیږي.))

همدارنګه د عبدالنصیر په ګاونډ کې یوه بل تن ازادي راډيو ته وویل:

((تر کله به موږ مظلوم ملت داسې ظلمونه ګالو او قربانۍ ورکړو؛ نو د خدای او قران لپاره د دې مظلوم ملت باندې زړه وسوځوی.))

خو تراوسه معلومه نه ده چې کله به د دغو حملو مخه ونیول شي او حکومت به د کومې طرحې له مخې وکولای شي چې په دې برخه کې جدي کار وکړي.

د کابل د دې او د شاشهید د سیمې حملې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو طالبانو په دې دواړو حملو کې لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG