اریانا افغان هوايي شرکت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې، د قاهرې هوايي شرکت، سعودې عربستان ته د افغان حاجیانو لیږدول نه عملي کوي.
که څه هم اریاناافغان هوايي شرکت دا مني چې د افغان حاجیانو په لیږد کې لږڅه بدلون راغی؛ خو سعودي عربستان ته یې د لیږدولو لپاره کافي وخت شته دی.
د دې شرکت رييس داود شریفي د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ د قاهرې هوايي شرکت د هرات ولایت د هوايي ډګرد امنیت او کیفیت په هکله اندیښنې لرلې؛ خو دا اندېښنې په کابل کې د مصر له سفیر سره په خبرو کې حل شوې ده:
((دا تشویش له هغوې سره و، خو په کابل کې یې له خپل سفیر څخه پوښتنه کړې او سفیرهم ډاډ ورکړی دی؛ زموږ پروازونه روان دي، موږ هڅه کوو، وخت لاشته دی، هیله ده ډیرژر د قاهرې هوايي شرکت طیارې کابل ته را ورسیږي؛ که حاضرنه شول موږ ډیر نورامکانات لرو او دا لړۍ په ښه توګه ترسره کولی شو.))
پخوا تردې سعودي عربستان ویلی وو چې هره هغه طیاره چې پنځه ویشت کاله کاریدلې وي؛ د سعودي په هوايي ډګرونو کې به ورته د کیناستلو اجازه ورنه کړي. د همدې له امله افغان حکومت، د نورو هېوادونو د طیارو کرایه کولو ته اقدام وکړ.
په دې لړ کې اریانا افغان هوايي شرکت د کابو ایر او قاهرې ایر له شرکتونو سره تړون وکړ چې د کابل، هرات، بلخ او کندهار له هوايي ډګرونو څخه به په څلورو اونیو کې څلرویشت زره دوه سوه پنځوس افغان حاجیان سعودي عربستان ته لیږدوي.
په عین وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي؛ سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږدولو لړۍ؛ د ترتیب شوي مهال ویش سره سمه پرمخ ځي او تراوسه څه باندې یو زرو شپږ سوه حاجیان لیږدول شوي دي.
د دې وزارت د خپرونو ريیس حبیب الرحمن صالحي ازادي رادیو ته وویل؛ د حاجیانو د لیږدولو مسوولیت د اریانا افغان هوايي شرکت په غاړه دی او تراوسه په دې پروسه کې کمه ستونزه نه ده پیښه شوې:
((موږ تراوسه شاوخوا یو زرو شپږ سوه حاحیان لیږدولي؛ دا دهیواد دزونوڅخه ترسره کیږي چې کابل، مزار، کندهاراو هرات دي، د نورو حاجیانو کارونه هم روان دي، زموږ په کارونو او د طیارو په پروازونو کې تراوسه هیڅ ستونزه نه لیدل کیږي.))
صالحي وویل، د دغو طیارو په هر پرواز کې پنځه سوه دوه اتیا حاجیان لیږدول کیږي.
د حج او اوقافو وزارت هیله ښیيچې دغه پروګرام د حج د مراسمو ترپاې پورې، پرته له ستونزو ترسره شي.
اریانا افغان هوايي ډاډ ورکوي چې، د قاهرې هوايي شرکت به ډیرژر خپلې طیارې دغو پروازونو ته اماده کړي.
راپور: خان محمد سیند