افغان پولې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې چارواکي وايي چې د سړک غاړې ماین چاودنې د يوه حکومت پلوه قبايلي مشر په ګډون لږ تر لږه ٣ کسان وژلي او ٢ نور يې ټپيان کړي دي.
د باجوړ ايجنسۍ ځايي امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ سهار د باجوړ له مرکز ښار نه ۱۵ کیلومتره لرې په ارنګ نومي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د حکومت پلوه قومي مشر ملک دوا خان موټر خار ته پر لاره و چې په سړک کې پر ځاى پرځاى شوي ماین وربرابر شو.
د چارواکيو په وينا، د چاودنې په نتيجه کې د قبايلي مشر ګاډى په بشپړه توګه له منځه تللى او په خبره يې چې په وژل شويو کې د ملک دوا خان په ګډون يو ماشوم هم شامل دى.
د باجوړ ايجنسۍ يوه ځايي خبريال سليم خان چې پېښه يې له نزدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
"تحصيل اتمانخېل علاقه ارنګ کې په هغه وخت کې ريموټ کنټرول دهماکه وشوه چې کله د دغې علاقې يو مشر ملک دوا خان خپل بچي سکول ته راوستي وو او د سکول نه واپسۍ باندې کور ته تللو چې د سړک په غاړه باندې بم وچاودولو. په دغه نتيجه کې يو ملک دوا خان، يو ماشوم او يو بل کس چې کريم نومېږي، ځاى پر ځاى ووژل شول."
د ځايي امنيتي چارواکيو په خبره، تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځاى ته رسیدلي او په شاوخوا سیمه کې یې تلاشي عملیات پیل کړي دي.
باجوړ ايجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې د افغانستان له ختيځو ولايتونو سره نښتې پولې لري.
ويل کېږي، چې په دې سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون د بېلابېلو ډلو وسله وال پټ دي، چې له څه مودې راهیسې په باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو، پر حکومت پلوه قومي مشرانو او د طالبانو د مخنيوي لپاره د جوړ شوي امن لښکر پر غړيو بریدونه کوي.
په دې سيمه کې تر دې مخکې هم پر امنيتي ځواکونو، دولتي ودانيو او پوليو ضد واکسين پر واکسيناتورانو بريدونه شوي، چې ډېر ځله يې مسووليت وسله والو پاکستاني طالبانو منلى دى.
تر دې مخکې په تېره اوونۍ کې له خار نه د پاکستان د ملي پارلمان د پخواني غړي او پيپلز ګوند د ځايي مشر سید اخوندزاده چټان زوی نامعلومو کسانو تښتولى و، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په ۲۴ ساعتونو کې دننه بېرته راخوشې کړى شو.
افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې په دې وروستيو کې ترورېستي پېښې په داسې وخت کې ډېرې شوي، چې پاکستانيو پوځيانو د تېر ٢٠١٤م کال راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون په بېلابېلو قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي، چې په نتيجه کې يې د زرګونو ترورېستانو د وژلو او د پراخو برياوو ادعا کوي.
د يادونې وړ ده، چې په باجوړ کې د حکومت پلوه قومي مشر پر موټر د بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
راپور: ذبيح شفق