د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

په یونان کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي


نړېوالو رسنیو تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو حملو او په یونان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي دي؛ په داسې حال کې چې امریکا طالبان اسانه ګڼلي دي؛ دې ډلې په دې وروستیو کې خپلو بمي حملو ته زور ورکړی دی.

خپرونه لیکي، د امریکايي ځواکونو زیاتره برخې طالبان چې القاعده شبکې ته يې پناه ورکړې وه؛ له پامه غورځولي دي.

د مقالې لیکونکی وايي، په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی طالبانو خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

فارن پالیسي په دې برخه کې په کابل کې د وروستیو بریدونو یادونه کړې ده چې شاوخوا اویا کسان يې ووژل.

خپرونې لیکلي، دې تحولاتو سپینه ماڼۍ چې غواړي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي؛ له سختو انتخابونو سره مخامخ کړې ده.

یوه امریکايي چارواکي فارن پالیسي ته ویلي؛ که طالبان د امریکايي او نورو نړېوالو ځواکونو لپاره جدي ګواښ متوجه کړي؛ یا له القاعده په مستقیمه توګه ملاتړ وکړي او یا افغان ځواکونه له ستراتیژیک خطر سره مخ کړي؛ نو په هغې صورت کې به متحده ایالاتو د خپلو اتباعو د ساتنې او د افغانانو د مرستې لپاره ګام پورته کړي.

فارن پالیسي د افغانستان د کارپوهانو د شبکې د مسوولې کیت کلارک په حواله لیکلي طالبان توانیدلي چې څه مودې مخکې د امریکا د ځانکړو ځواکونو یو سرتیري ووژني؛ د هغې په خبره په افغانستان د پوځي عملیاتو ترسره کول ستونزمن دي.

ګڼشمیر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په دې ورځو کې اروپا ته د تلونکو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر ستونزو او کړاونو تمرکز کړی دی.

بلفاسټ ټیلیګراف:

بلفاسټ ټیلیګراف ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د یونان په اتن یوه پارک کې د میشتو افغان پناه غوښتونکو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، یوناني چارواکو د اتن له پارک څخه د افغان او نورو کډوالو په انتقالولو پیل کړی دی.

دا کسان د اتن اوټانیکوس سیمې ته وړل کیږي او دغلته له ۹۰ کانټینرونو جوړ یوه کمپ کې ځای پر ځای کیږي.

بلفاست ټیلیګراف وايي، د دې کمپ په هر یوه کانټینر کې چې بریښنا، اوبه، ایر کانډیشنر او تشنابونه هم لري؛ پینځه او یا ۶ کسان ځای پر ځای کیږي.

د مطلب لیکوال د یونان د حکومت په حواله لیکي چې دا کمپ زندان یا توقیف ځای نه دی؛ بلکې اوسیدونکي يې کولی شي په ازاده نقل و حرکت وکړي.

یوې افغان پناه غوښتونکې زهرا محسیني بلفاست ټیلیګراف ته ویلي:

((زه ویریږم چې ما بېرته افغانستان ته ونه لیږي؛ زه ویریږم چې داسې محدودې شوې سیمې مې ته ونه لیږي له چېرته نه چې بیا هېڅ ځای ته تللی نه شم.))

پولیس وايي، تر اوسه پورې ۱۷۱ کسان د اتن له پارک څخه له کانټینرونو جوړ د کډوالو دغه کمپ ته استولي دي. خو د بلفاست ټیلیګراف په وینا، لسګونه کسان نه غواړي چې د اتن له پارک ووځي.

ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي د روان ۲۰۱۵م کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا یوسل او دېرش زره کډوال چې د افغانستان په شمول د یو شمېر نورو ناکراو هېوادونو اتباع دي؛ یونان ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG