د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د طالبانو د ډلې يو ايجادوونکى حميدګل مړ شو


د پاکستان د بدنامې استخباراتي ادارې ISI پخوانى مشر حميدګل تېره شپه د ٧٧ کلونو په عمر د مغزي سکتې له کبله مړ شو.

دغه متقاعد جنرال تر مغزي خونريزۍ وروسته له اسلام اباده بهر يوه روغتون ته انتقال شو، خو ډاکټران يې په ژغورلو بريالي نه شول.

حميدګل ته د پاکستان د هغې ستراتيژۍ د پلار په سترګه کتل کېږل چې له مخې يې د هند او افغانستان په ګډون په ګاونډيو هېوادونو کې د سخت وسلوالو په مرسته له نيابتي جګړې په استفادې خپل نفوذ وساتي.

حميدګل چې له ١٩٨٧ تر ١٩٨٩م کلونو پورې د ISI مشر و، د ٩٠يمې ميلادي لسيزې په لومړيو کې د وسلوالو طالبانو په ايجاد کې کليدي نقش درلود.

دى د تقاعد پر مهال هم يو جنجالي شخصيت و. د امريکا متحده ايالاتو پر ده تور لګاوه، چې په پاکستان کې له سخت دريځو وسلوالو ډلو سره اړيکې لري.

حميدګل چې د امريکا سخت مخالف و، دغه تورونه ردول.

XS
SM
MD
LG