د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

په پکتیا کې ځوانان په ډیورنډ پوله د تاسیساتو د جوړولو د بندیدو غوښتونکي شول


په پکتيا کې ځوانانو سوله یيز لاريون وکړ او ويې ويل، که پاکستان د افغانستان په ډېورنډ پوله د روانو تاسيساتو د جوړولو چارې ونه دروي، د افغانانو له توند غبرګون سره به مخ شي.

دغو سلګونو ځوانانو چې په لاريون کې يې برخه لرله له ځانه سره د جنګ بس دی؛ موږ سوله غواړو شعارونه لېږدول او ويل يې، موږد سولې ملاتړي او په ډېورنډ پوله د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني تاسيساتو جوړېدو کلک مخالف يو.

په دې لاريون کې چې د پکتيا ولايتي شورا وکيلانو، ځوانانو، مدني فعالانو او ښاريانو برخه لرله، د پکتيا ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري رسنيوته په خبرو کې وويل، افغان حکومت بايد د ولسونو غوښتنه واوري او د پاکستان د تاسيساتو په وړاندې خپل کلک غبرګون څرګند کړي:

((پاکستان بايد نور د افغانستان په خاوره کې د تاسيساتو جوړولو ته د پای ټکی کېږدي او تردې وروسته بايد نور تاسيسات جوړنه کړي او که جوړولو ته يې دوام ورکوي نو حکومت دې يې د مخنیوي کلکې غوښتنې وکړي.))

نوموړي دا هم وويل چې د تاسيساتو جوړولو پروسه که داسې دوام وکړي، ولسونه به په ټولو سيمو کې پرته د حکومت له مشورې لاس په کارشي او بيا به د ولسونو کنټرول د دواړو هېوادونو د حکومت له واکه ووځي او بايد دا وضعيت رامنځته نه شي.

د پکتيا د ځوانانو په نماينده ګي په ياد لاريون کې بخت الله ثاقب وويل چې د پاکستان لاسوهنو ته په کتو يې دا لاريون طرحه کړی او وايي، نوربايد پاکستان د خپلو تاسيساتو د جوړېدو چارې په ټپه ودروي:

((ځوانانو او مدني ټولنو دا ښه وګڼله چې يو سوله یيز لاريون طرحه کړي چې د پاکستان له خوا د جوړېدونکو تاسيساتو پرضد يو لاريون وباسي او په افغانستان کې نورې لاسوهنې ونه شي او پاکستان ته يو خبرداری ورکړي چې نور داسې تاسيسات جوړ نه کړي.))

دا لاريون په داسې مهال ترسره کيږي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني پوځونو له خوا د افغانستان په خاوره کې دتاسيساتو د جوړېدو د مخنيوي په موخه په ډېرو ولايتونو کې لاريونونه شوي دي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG