د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

کابل ښاریان، ککړې هوا او خراب چاپیریال پوزې ته راوستي دي


د کابل ښاریو شمېر اوسیدونکې د هوا د ککړتیا او د چاپیریال د خراب وضعیت له امله شکایت کوي.

دوی وايي په دې وروستیو کې هوا ډیره ککړه شوې چې له امله یې یو شمېر ښاریان ناروغ شوي او حکومت باید دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

یو شمېرکابل ښاریان د هوا د ککړتیا او چاپیریال د خرابوالي له امله شکایت کوي او زیاتوي چې له امله یې ګڼ شمېرکسان ناروغ شوي دي.

دوی وايي، حکومت د هوا پاکوالي او د چاپیریال ساتنې ته لکه څنګه چې لازمه ده پاملرنه نه ده کړې.

د کابل ښارپه وزیراکبرخان روغتون کې یو تن پایواز چې د خرابې هوا له امله یې یو تن ناروغ دغه روغتون ته د درملنې راوستلی وو، وايي:

((هوا ډیره خرابه ده موټرونه دود کوي روغتون ته ډیر ناروغان راځي خو خلک هم باید په دې اړه له دولت سره همکاري وکړي.))

کابل ښاریان د هوا د خرابوالي لوی لامل د تګ راتګ او ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د کثافاتو اچول، د سړکونو خاموالی او په موټرونو کې د زړو او بې کېفته تیرو کارول په ګوته کوي.

دوی له حکومته غواړي چې د کابل ښار سرسبزي او د سړکونو جوړولو ته پاملرنه زیاته کړي ترڅو د ناروغیو مخه ونیول شي:

((خاورې او دوړې زیاتي شوي دي دا د خامو سړکونو له امله دي، باید ښاروالۍ کار وکړي ترڅو ډیرماشومان ناروغ نه شي، ټولې ستونزې د خرابې هوا له امله دي.))

خو د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکې وايي چې له تیرو پنځو کلونو راپه دې خوا يې د کابل ښار د هوا د پاکوالي هڅې پيل کړي دي.

د دغه ادارې مرستیال غلام محمد ملکېار ازادي راډیو ته وویل:

((د ککړې هوا کنټرول یو دوام دار کار دی او هره ورځ جدي تدابیروته اړتیا لري چې په دې برخه کې زیات کارونه شوي دي خو په هغه شکل چې د خلکو قناعت حاصل کړي د خلکو لپاره هوا پاکه کړو ډیرو امکاناتو اړتیا لرو.))

یو شمېرکابل ښاریان وايي، په موټرونو کې د بې کېفیته تیلو استعمالول، په فابریکو کې د بې کېفیته موادو سوځولو د ښار هوا خرابه کړې ده، خو یو شمېر نور په دې باور دي چې خلک هم باید له دولت سره د ښار په پاکوالي کې پوره همکاري او مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG