د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچۍ او د دې ايالت په نورو سيمو کې د تودوخې تر خونړۍ څپې وروسته؛ له تېرو څو ورځو راهيسې د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور او د دې ايالت نورې سيمې شديدې ګرمۍ او تپ رانيولي چې په نتيجه کې يې د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزارت په روغتونونو کې بېړنى وضعيت اعلان کړى دى.
د خيبر پښتونخوا روغتيايي چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د سختې ګرمۍ له امله د پېښور بېلابېلو روغتونونو ته لسګونه جلي وهلي ناروغان وروړل شوي چې دا لړۍ لا هم دوام لري.
دا په داسې جال کې ده چې په تېره مياشت کې تودوخې او تپ د سند ايالت په مرکز کراچۍ او د دې ايالت په نورو سيمو کې تر ١٢٠٠ زيات کسان ووژل او زرګونه نور يې بې سده کړل.
د پېښور د ستر دولتي روغتون ليډي ريډنګ وياند سيد جميل شاه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې تر دې دمه لا د ګرمۍ له امله په پېښور کې څوک نه دي مړه شوي؛ خو د تودوخې د اغېزمن شويو ناروغانو په شمېر کې څرګند ډېوالى راغلى دى.
هغه زياته کړه چې د روغتيا د وزير پر لارښوونه په ريډي ريډنګ روغتون سربېره د ښار په درېواړو دولتي روغتونونو کې بېړنى وضعيت اعلان شوى دى:
((موږ هغې حوالې سره په کيجولټي کې يو وارډ سيټ کړى او هلته مو ډريپونه (سيرمونه) او نور د اړتيا وړ درمل لېږدولي او مشر ډاکټر مو ورته ټاکلى دى. زموږ روغتون ته تر دې دمه ګڼ شمېر جلي وهلي ناروغان راوړل شوي وو؛ چې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.))
له بلې خوا په پېښور او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د ګرمۍ له زياتېدو سره سم د برېښنا د قطع کېدو لړۍ هم زياته شوې چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په بېلابېلو سيمو کې يې د ايالتي او مرکزي حکومت پرضد يې په احتجاج لاس پورې کړى دى.
د دوشنبې په ورځ پېښور ته نزدې د تاروجبې اوسېدونکي په دې سيمه کې د برېښنا د اوږدمهاله بندښت پرضد احتجاجي لاريون وکړ چې په نتيجه کې يې د پېښور- اسلام اباد لويه لار تر څو ساعتونو پورې تړلې وه او همداراز يې د برېښنا شرکت يو سيمه ييز دفتر هم وسېځه.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې د برېښنايي انرژۍ له کمښت سره مخ دى چې په نتيجه کې يې د اوړي په موسم کې په دې هېواد کې د برېښنا اوږدمهاله پرچاوي کېږي.
که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت په ٢٠١٣م کال کې ژمنه کړې وه چې په دوو کلونو کې به په دې هېواد کې د برېښنايي انرژۍ کمښت له منځه يوسي؛ خو صدراعظم نواز شريف څو ورځې په پنجاب کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې پاکستان لا هم د برېښنا له شديد بحران سره مخ دى او ښايي دا ستونزه تر ٢٠١٨ م کال پورې دوام ولري.
راپور: ذبيح شفق