د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۱

افغان نجونې د زده کړې په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي


نړېوالو رسنیو په هرات ولات کې د زده کوونکو نجونو پر مخ د تېزاب شیندلو او په کابل کې د وروستي اخ و ډب په اړه مطالب خپاره کړي.

انډیپنډنټ:

بریتانوي انډیپنډنټ ورځپاڼه په افغانستان کې د زده کونکو نجونو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه په یوه مطلب کې لیکي؛ نامعلومو وسله والوپه هرات کې د شنبې په ورځ د دې لپاره چې نجونو ته ښوونځي ته د تلو په خاطر سزا ورکړي د درېیو نجونو مخونو ته تیزاب وشیندل.

دغه درې نجونې چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي؛ په روغتون کې تردرملنې لاندې دي او د دو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی.

د انډیپنډنټ په لیکنه، افغان ښځې او نجونې د زده کړې په برخه کې له ډېرو خنډونو سره مخ دي چې یولوری هم وسله وال دي چې د حملو لپاره یې په نښه کوي.

ورځپاڼې د ملګروملتونو وروستي راپورته اشاره کړې چې وایي؛ په سلو کې یواځې دولس افغان ښځې باسواده دي.

د ملګروملتونو یونیسف اداره اټکل کوي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۲،۴ میلیونه نجونې له زده کړې بې برخې دي؛ حال داچې د هغو هلکانو شمېرچې ښونځي ته نه ځي ۱،۶ میلیونه دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې تیره اونۍ د یوې قهرجنې ‌ډلې او امریکایي ځواکونو ترمنځ د اخ وډب د پیښې په اړه په یوه مطلب کې د هغې څیړنې جزیات څرګند کړي چې د ناټو له خوا ترسره شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، پوځي څیړونکو د دغې پیښې په اړه د څیړنو په نتیجه کې دا موندلې چې امریکایي سرتیرو له چاودنې وروسته د قهرجنو خلکو په وړاندې له ډېر زغم څخه چې د ستاینې وړ دی؛ کار اخیستی دی.

د ورځپاڼې په وینا، دا پیښه د کابل په یوه ګڼه ګوڼي واټ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د امریکایي سرتېرو د موټرو پرکاروان د طالبانو یو بم وچاودید.

په پیښه کې یوملکي وګړي وژل شوی او شاوخوا شل تنه ژوبل شوی و.

د ناټو څیړونکو د پیښې د عیني شاهدانو او شواهدو په استناد ویلي چې امریکایي سرتېرو له چاودنې وروسته وضعیت څیړه چې له یوې قهرجنې ډلې سره ونښتل.

څیړونکو ویلي چې امریکایي سرتېرو حتی وروسته له هغې چې یوه افغان یو امریکایي سرتیری په چړې وواهه او هغه یې ټپي کړهم زغم وښود چې ډیرد ستاینې وړدی.

د خسرو په نوم یوه عیني شاهد څیړونکو ته ویلي چې د امریکایي سرتېري له برسېرن ټپي کیدو وروسته د هغه یوه ملګري برید کوونکی چې چاړه یې په لاس کې وه او وروسته افغان امنیتي ځواکونو ونیوه؛ د پیښې له ځایه لیرې کړ. د هغه په وینا د امریکایي سرتیري دغه اقدام چې په صبراو آرامي یې وکړپه حقیقت کې ډیرد ستاینې وړدي.

د ناټو څیړونکو هغه ادعا هم رد کړې چې وایي؛ امریکایي سرتېرو پرخلکو ډزې کړې دي.

دوی وایي، دوی یواځې پریوه خالي لوري د دې لپاره ډزې کړي چې قهرجن خلک د پيښې له ځایه لیرې کړي.

XS
SM
MD
LG