له اته کلنۍ کلابندۍ وروسته ازرې ولسوالۍ ته ځمکنۍ لار خلاصه او نن يې په رسمي ډول د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ازرې ولسوالۍ ته د سړک جوړېدو دغه چارې، چې نن د فوايد عامې وزارت په مالي مرسته او د دفاع وزارت په امنيتي همکاري رسماً پيل شوې تر دريو مياشتو به د دغې لارې د باسلو چارې بشپړې شي.
د فوايدعامې وزير انجنر محمود بليغ، چې په دې پرانيسته کې برخه درلوده، د ياد سړک د جوړېدو او چارو په اړه وويل:
”لومړی وار دی، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې دا سړک په پلان کې وو، چې جوړ شي خو تر اوسه پورې کار نه وو پرې شوی، خو په دې ورستيو دوه دريو اوونيو کې مو هڅه وکړه، چې د فاع وزارت، امنيت شورا او فوايدعامې وزارت په همغږۍ د دې سړک چارې پيل شي، د دې سړک ټول لوژيستيکي کارونه د فوايدعامې وزارت په واسطه ترسره کيږي او امنيتي مسوليتونه يې د دفاع وزارت په لاس کې دي“
نوموړي دا هم وويل، چې د دې لارې په جوړېدو سره به د ازرې ولسوالۍ د خلکو ټولې هغه ستونزې، چې له تېرو اتو کلونو راهيسې ورسره مخ دي، حل او هوارې شي.
د سړک د پرانيستې په دې غونډه کې، چې د لوګر قومي مخورو او ولايتي شورا غړيو او ولايتي اداري کسانو برخه درلوده هم د دې سړک په جوړېدو خوښي وښوده.
د لوګر والي حليم فدايي د سړک د پرانيستې پر مهال وويل، چې د دې سړک جوړېدل د لوګر لپاره يوه نمونوي پروژه ده او د ولسونو د کلونو کلابندي خلاصوي:
” دا سړک له څو ناحيو نه ډېر مهم بولم، لومړی: دا د ملکي او نظامي ارګانونو ترمنځ د مشارکت په لوګر لومړنۍ نمونوي پروژه ده، دوهم: دغه پروژه د امنيتي او ملکي ادارو په خپلو امکاناتو او وسايلو او منابعو ترسره کيږي، درېيم: دا د لوګر ولايت د ولسونو د کلونو کلابندي خلاصوي او له دې لارې به خپل مشکل حل کړي او تاسو پوهېږئ، چې په ازره کې يوه د اوړو بوجۍ په دوه، دونيم زره اخلي او که چېرې دغه لار خلاصيږي نو د خلکو خدماتو ته لاسرسی ډېريږي“
نوموړي زياته کړه، چې د دې سړک جوړېدل د لوګر لپاره يو ښه زېری دی او په نږدې راتلونکي کې به د لوګر لپاره نورې د بيارغونې ډيزاين شوې او ترتيب شوې پروژې هم پرانيزي.
راپور- داود تپان- پکتيا