د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

د لوګر په بره کي برک او څرخ کې د نجونو ۱۲ښوونځي تړل شوي


د لوګر ولایتي شورا وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د دې ولایت په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د نامعلومو کسانو د ګواښوونو او شب نامو د ویشلو له امله د نجونو دولس ښوونځي تړل شوي دي.

د دې شوار رییس عبدالحسیب ستانکزي د شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې په تړل شوو ښوونځیو کې منځني او لیسې شاملې دي:

((د تړل شوې ښوونځيو شمېر ۱۲ ته رسیږي چې ټول د نجونو دي؛ د ویرې له امله زده کوونکې ورته نه راځي؛ ځینې کسان متعصیب دي نه غواړي چې نجونې درس ولولي؛ د تعصب له مخې یې دا کار کړی.))

هغه زیاته کړه چې له امنیتي ځواکونو سره په هماهنګي د سیمې له قومي مشرانو سره هڅې پیل شوي؛ څو تړل شوي ښوونځي ژره بېرته پرانیستل شي.

په لوګر کې ټول ۲۵۹ ښوونځي موجود دي چې ۶۷ ليسې؛ ۷۳ منځني او پاتې نور یې لومړني ښوونځي دي.
په لوګر کې اوس مهال یو لکو درې درېش زره زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې څه باندې ۳۵ زره یې نجونې جوړوي.

په همدې حال کې د لوګر د پوهنې رییس محمد اکبر ستانکزی په دې ولایت کې د ښوونځیو د تړل کېدو موضوع په کلکه ردوي او وايي چې په دې ولایت کې یو ښوونځی هم نه دی تړل شوی.

(( تراوسه د چا له خوا د نجونو ښوونځي نه دي تړل شوي؛ ښوونځي ټول په خپل حالت کې دي، هر ورځ زده کوونکي خپلو درسونو ته ځي.))

بل خوا د لوګر ولایت د ښځو چارو ریاست هم په دې ولایت کې د نجونو د یوشمېر ښوونځیو تړل کېدل تاییدوي او وايي چې په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د وسله والو د ګواښوونو له ویرې یوشمېر نجونې ښوونځیوته نه ځي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم وایي چې سلګونه نجونې په دې ولسوالیو کې ښوونځیو ته نه شي تلی.

د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله تسل ازادي راډيو ته وویل چې پر ویشل شویو شب نامو د طالبانو مهر لیدل کیږي:

((تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم؛ د همدې دوو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې کلونه کیږي چې ښوونځي تړل شوي دي او دغه دولس ښوونځي په تېرو درې څلور ورځو کې د شب نامو او خبرداریو له امله تړل شوي دي.))

په لوګر کې د نجونو د یوشمېرښوونځیو د تړل کېدو خبر په داسې حال کې خپریږي چې څلور ورځې څلورنیم میاشتنیو آزموینو ته پاتې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې په دې اړه کوم ممانعت نه و کړی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG