د ناټو عمومي منشي وایي چې د پریکنده ملاتړد ماموریت له پیله تر اوسه په افغانستان کې امنیت له ستونزو سره مخ دی.
ینس سټولټن برګ د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پيل کې وویل چې دوی به د افغانستان په امنیتي وضعیت هر اړخیز بحث وکړي د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنې به تازه کړي.
دې غونډې ته د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی هم راغلی او د غونډې په پای کې به افغان خبریالانو ته خبري کانفرانس هم ولري.
د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې به په دې هم بحث وشي چې ناټو د غوڅ ماموریت له پای ته رسیدو په افغانستان کې څه ډول ماموریت پیل کړي.
له دې وړاندې په ناټو کې د امریکا دایمي سفیر وویل چې دوی به هم د غوڅ ملاتړله ماموریت وروسته په افغانستان کې د ناټو د نوي پيلیدونکي ماموریت زیاته برخه جوړوي.