په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د بهرنیوچارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي، د افغانستان حکومت او مخالفې ډلې باید، ډير ژر مخامخ او رسمي مذاکرې پيل کړي.
د ښاغلي متوکل په باور، دواړه خواوې باید د وخت له ضایع کولو لاس واخلي .
دا چې په وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو یو شمیر استازي ناروې ته تللي او هلته یې د بحرانونو د حل لپاره په نړیواله غونډه کې ګډون کړی تر کومه حده د افغانستان د سولې د خبرو له رسمي پيل سره مرسته کولای شي؟
د اسلو د سولې تحقیقاتو په مرکز کې څېړونکې هیلدې هنرکسن واګې باور لري چې ناروې یوازې د منځګړي هیواد په توګه ، مالي مرستې کولای شي خو د پریکړو لپاره سیاسي قدرت نه لري.
خو مولوي متوکل که څه هم په دې لیدنو کې نه وو، وايي چې داسې حرکتونه دواړو خواوو ته خاموشي ماتولای شي.
متوکل : زما په نظر رسمي خبرې ښې دي. که مستقیمي نه کیږي، په غیر مستقیم ډول هم که ترسره شي کولای شي چې د افغانانو هیلې زیاتې کړي خو رسمي خبرې به په هر صورت کې ښې وي.
د ناروې د بهرنیوچارو وزیر تیره اونۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه د رسمي خبرو د پيل کوم پلان، لا نه شته .
د ناروې د بهرنیوچارو وزیر دا خبره په اسلو کې د 150 نړیوالو استازو تر غونډې وروسته وکړه چې د طالبانو او د افغان حکومت یو شمیر استازي هم په کې و.
د ناروې د بهرنیوچارو وزیر وویلي: که څه هم د سولې د خبرو د رسمي پيل پلان نه دی جوړ شوی خو د موافقې لپاره لازمه ده چې مخالف لوري خبرې سره وکړي.
خو وکیل احمد متوکل وایي چې خبرې یوازې هغه وخت نتیجه ورکولای شي چې صادقانه او دسولې لپاره د تعهد پر بنا وي. ښاغلي متوکل وویل، اوسمهال په یوه خوا کې هم سولې ته ټینګ تعهد نه ګوري.
مولوي وکیل احمد متوکل وويل:
”تر اوسه خبرې نه دي شروع شوې او کوم توافق نه دی شوی چې اوربند وشي. نو له یوې خواهم دا تمه نشته چې یا دې نمایشي اوربند وشي او یا دې جنګ بند شي“
دا په وروستیو اونۍ کې دوهم وار دی چې د افغان حکومت او طالابنو استازي ناروې ته ځي. د افغانستان حکومت ویلي چې استازو یې په ناروې کې دا وار د طالبانو له استازو سره نه دي کتلي.
د اسلو د سولې تحقیقات په نوم مرکز کې څيرونکې، هیلدې هنرکسن واګې، وویل چې ناروې تر سړې جګړې وروسته، داسې نوې بهرنۍ پالیسي جوړه کړه چې هدف یې د سولې په مذاکرو کې ګډون دی.
ناروې د [نوي شراکت] په نوم د دې کړنلارې پر اساس، په افغانستان کې د مخالفو لورو د سره کښینولو هڅې کوي.
خو ایا ناروې له افغانستان سره د سولې د مذاکرو په رسمي پیل کې مرسته کولای شي؟
هیلدې هنرکسن واګې :
”نه! ناروې ډير زیات غواړي چې له سولې سره مرسته وکړي . موږ دا هڅه په ګواتیمالا، سودان ، سریلانکان او منځني ختیځ کې کړې خو نتیجه یې تل صفر وه . د ناروې په منځګړیتوب په هیځ ځاي کې سوله نه ده شوې، او دلیل یې دا دی چې د داسې پيچلو لانجو د حل لپاره زور ته اړتیا لری. تاسې د داسې لانجو د حل لپاره داسې لوي سیاسي ځواک ته اړتیا لری چې پر ټولو خواوو فشار راولي چې خبرې او جوړجاړی وکړي“
میرمن هنرکسن وايي ناروې یوازې کولای شي چې په بحران ځپلو سیموکې خلکو ته د بشري مرستو لپاره پيسې وکړي خو د سولې په پریکړه کې يې لاس لنډ دی.
د طالبانو د رژیم د بهرنیوچارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل ، له سره په دې چې بهرني هیوادونه به د افغانستان د سولې چوکاټ جوړوي، باور نه لري.
ښاغلي متوکل وویل، افغان حکومت باید خپله سوله له پاکستانه او نورو هیوادو ونه انګیري او طالبانو ته هم ښايي چې په دې وپوهیږي چې ټولې خبرې په زور نه حل کیږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو او حکومت د استازو ترمنځ د داسې غیر رسمي خبرو په اړه خوشبیني څرګندوي وايي چې داسې غیر رسمي کتنې په افغانستان کې د سولې د مذاکرو له رسمي پيل سره مرسته کولای شي.