په کابل کې یو شمیر ناروغان وايي چې په دولتي روغتونونو کې دوی ته په وړیا ډول وینه نه ورکول کیږي.
که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مرکز او ولایتونو کې د وینې ورکولو کمپاینونه پیل کړي؛ خو ځینې ناورغان شکایت لري چې په دولتي روغتونونو کې په مختلفو پلمو ناورغانو ته وینه نه ورکول کیږي.
هغوی د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د ځینو ماشومانو پلرونه حتا د موټرو د کرایې توان نه لري؛ خو کله چې دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي؛ نو ناروغانو ته یې وینه نه ورکول کیږي.
عبدالله محمدي هغه کس دی چې دوه ماشومان یې په تلسمیا ناورغۍ اخته دي او ماشومان یې په هرې اونۍ کې وینې اخیستو ته اړتیا لري:
((دوی بیایو میوند روغتون ته. موږ ته وایې له لسو بجو وروستو موږ ته څوک مه راولئ چې وینه نه ورته زرقوو او موږ له شپږو څخه زیاتو کسانو ته د وینې پاڼه نه ورکوو. له کاپيسا، میدان وردګو او غزني څخه دلته ناروغان راولي.
پرون دلته له لوګر څخه یو کس راغلی و؛ دوه زامن یې په دغه ناروغۍ اخته وو؛ یوه ته یې د وینې لپاره پاڼه ورکړه او بل ته یې نه وه ورکړې. د همدې کا کا په څېر مشکلات ډير زیات دي.))
ښاغلي محمدي وویل چې یوه اونۍ خپل یو زوی او بله اونۍ خپل بل زوی روغتون ته د وینې اخیستو لپاره بیايي؛ خو د دولتي روغتونونو ډاکټران تل د وینې له ورکولو ډډه کوي.
بل لورته د حاجي حسین خیل یو لور او یو زوی هم د وینې د کموالي ناروغۍ لري؛ نوموړی هم په دولتي روغتونونو کې دغه ستونزه تاییدوي:
((ډېری دغه کسان منفي وینې ته اړتیا لري. راځي دغلته ګرځي خو وینه نه شي پیدا کولای. زموږ څنګ ته د میوند روغتون دی. له شپږو څخه زیاتو کسانو ته پارچه نه ورکوي او وایي چې موږ ځای نه لرو. زموږ ماشومان د تلسمیا ناروغي لري او وینه نه شي جوړولی.
مونږ له یوولسو کلونو څخه دا ستونزه لرو. یوه ته مو تر اووه کلنۍ وینه ورکړه؛ خو بیا مړ شو. دا مو دوهم ماشوم دی. دا هغه ماشومان دي چې پلرونه یې د لارې کرایه نه لري؛ څو خپل ماشومان روغتون ته ویسي.))
د دوی په څېر سلګونه نور بې وزله کسان هره ورځ له لرې ولایتونو څخه مرکز کابل ته راځي؛ خو د دولتي روغتونونو مسولین ورڅخه پیسې اخلي.
خلک په داسې حال کې له دغې ستونزې نه شکایت کوي چې د جون ۱۴مه نېټه د وینې ورکولو له نړېوالې ورځې سره برابره ده .
د وینې د مرکزي بانک مسوولین وايي چې وینې په ټولو روغتونونو کې د ناورغو کسانو لپاره په وړیا ډول توزیع کیږي.
د وینې د مرکزي بانک مشر احمد مسعود رحماني وویل؛ په هغه صورت کې چې په دولتي روغتونونو کې اړو ناروغو ته وینه ورنه کړل شي؛ نو ناروغان باید دغه ستونزه له دوی سره شریکه کړي:
((په خصوصوي روغتونونو کې د یوې اندازې پيسو په مقابل کې وینه ورکول کیږي. هغه وینه چې په دولتي روغتون کې ورکول کیږي غواړم په اړه یې توضیحات ورکړم چې څلور ډوله وینه ده، اې، بي، او، صفر. وینه هم تر ۳۵ ورځو پورې ساتل کیدای شي. په داسې حالت کې اړینه ده څو خلک دوام داره راشي او ونډه واخلي.
موږ ته پنځوس فیصده وینه په رضا کارانه شکل راځي او پنځوس فیصده لپاره ضرورت پېښیږي څو د ناروغ د کورنۍ له غړیو څخه یې ترلاسه کوو.))
ښاغلي رحماني دغه راز وویل که څه هم د تېرو کلونو په پرتله هغه کسان چې وینه ورکوي شمیر زیات شوي دي خو بیا هم ضرورت دي چې یو شمېر زیات کسان د وینې ورکولو په پروسې کې ګډون وکړي.
د ښاغلي رحماني په خبره، کومه وینه چې د کمپاینونو پرمهال اخیستل کیږي؛ نو هغه وینه له ۵ کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو؛ هغه ښځینه چې د ولادت پرمهال خونریزي لري او د جګړو ټپیانو ته ورکول کیږي.
د وینې د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې؛ افغانستان تر اوسه ۲۷ زره هغه کسان ثبت کړي چې وینه یې ورکړي چې په هغو ۹۶ فیصده نارینه او پاتې نور يې ښځينه دي.
راپور: مرضیه احمدزۍ