د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

کندهار: په خپلمنځي جګړه کې پنځه سيمه ‌ييز پوليس وژل شوي


په کندهار کې د سيمه‌ ييزو پوليسو تر منځ جګړه شوې ده چې په کې پنځه تنه پوليس وژل شوي دي.

دا پېښه نن سهار د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې ده چې په کې دوو تنو سيمه‌ ييزو پوليسو خپل پنځه ملګري وژلي دي او بيا د طالبانو ليکو ته ورتښتېدلي دي.

په خاکرېز کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي؛ وايي، پېښه نن سهار وختي د ولسوالۍ په کيدو سيمه کې شوې ده.

سرچينه وايي، تښتېدليو پوليسو له طالبانو سره لاره جوړه کړې وه او نن سهار د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته طالبانو ته ورتښتېدلي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تاييدوي؛ خو وايي، په دې اړه نور جزيات نه لري.

دی وايي، دوی د پېښې په اړه د مالوماتو راټولو لپاره پلاوی سيمې ته لېږي او هغه به مالومه کړي چې پوليس ولې او چا وژلي دي.

طالب وسله وال د پېښې مسووليت مني او وايي، پنځه تنه پوليس د دوی ملګرو وژلي دي.

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي او وايي، د دوی دوو ملګرو پوليسو، د دوی لپاره خپل پنځه ملګري وژلي او وسلې يې طالبانو ته وروړې دي.

تر دې وړاندې د کندهار په ميوند ولسوالۍ هم دوو تنو سيمه ‌ييز پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړې وې.

راپور: سيد شاه سقيم

XS
SM
MD
LG