له څلورو کلونو راهیسې د سوریې حکومت د مختلفو تندلارو او نورو مخالفو ډلو سره په جګړه کې ښکیل دی.
په دې څلورو کلونو کې د حکومت مخالفینو په پرله پسې پرمختګونو سره د بشار الاسد ځواکونه تر بل هر وخت ډیر تر فشار لاندې راوستي دي.
د ولسمشر بشارالاسد رژیم په دې وروستیو کې په شمال، جنوب او ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې او النصره جبهې په ګډون د نورو وسلوالو کړیو سره د جګړو پر مهال ډیرې سیمې له لاسه ورکړې.
د بشار الاسد پلویان اوس د دغه هیواد لویدیځو سیمو ته توجه ډېره کړې چې د دغه رژیم د دوام لپاره حیاتي اهمیت لري.
وروسته له هغه چې بشارالاسد ځواکونو د تَدمُر ستراتیژیک او لرغونی ښار او هم تقریباً ټوله اِدلیب ولایت له لاسه ورکړ، خپل ځواکونه یې پلازمینې دمشق، حُمص، حَما او د مدیترانې ساحل ته چې په لویدیځ کې موقعیت لري، متمرکز کړي دي.
رویترز خبري آژانس په دمشق کې د یوې سرچینې له قوله لیکي چې دوی د فشارونو ډیروالی مني،خو حکومت ډاډه دی چې کولی شي د خپلو متحدینو په مرسته د مهمو سیمو دفاع وکړي.
که څه هم د بشار الاسد رژیم لا تر اوسه ځینې لیرې پرتې سیمي په خپل واک کې لري، خو ویل کېږي ددغو سیمو شمیر د کمیدو په حال کې دی.
د دَیرالزور، حَسَکه اوحَلب نژدې سیمو ته د ځواکونو تمرکز دا څرګندوي چې ولسمشر اسد غواړي اوسنی ویش رد او په ټول هیواد کې خپل حضور خوندي کړي.
د رویترزخبري آژانس په راپور کې دا هم ویل شوي چې د اسد رژیم ته نژدې کسان وایې چې دی پخپله دفاعي وړتیا ډاډه دی او تمه لري چې له ایران څخه به لا ډیري مرستي ور ورسیږي.
تهران چې د سوریې د حکومت یو له عمده پلویانو څخه دی، د سه شنبه په ورځ ویلي چې تر خپله وسه به د اسد دفاع وکړي.
د لبنان حزب الله ډلې چې د ایران ملاتړ ورسره دی، تر بل هر وخت ډیر په سوریې کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
بشار الاسد پدې باور دی چې لویدیځ به هم بالاخره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې د یوه شریک په توګه په یو ډول له دوی سره یوځای شي.
د رویترز خبري آژانس زیاتوي، که څه هم د لویدیځ او سوریې تر منځ د دغه ډول نژدې والي نښې نه ښکاري، خو لیکي چې ولسمشر بشارالاسد باور لري چې لویدیځ هیوادونه د تندلارو ډلو د پوره واکمنۍ د خطر په وړاندي خامخا له ده سره یوه توافق ته رسیږي.