د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

رباني: د انتالیا په غونډه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مثبت وارزول شو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان موضوع د بحثونو په سرکې وه او په دغه هیواد کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مثبت وارزول شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ورستۍ غونډه کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت مثبته ارزونه تر ۲۰۱۶ کال ورسته په دغه هېواد کې د پایښتي پرمختللي مشارکت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ګڼي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غوندې خبرې کولې؛ وویل چې د افغانستان موضوع د بحثونو په سرکې وه او په دغه هېواد کې د ناټو د روزنیز ماموریت تمدید مثبت وارزول شو:

"په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت مثبت ارزولو ته په پام سره تر ۲۰۱۶ کال ورسته دغه هېواد سره د پایښتې پرمختللي مشارکت په برخه کې هم ژمنه وشوه چې دا د افغانستان لپاره یوه ډېره ښه لاسته راوړنه وه."

د یادونې ده چې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې مشوره ورکونې؛ همکارۍ او عادي روزنې ځای درلود خو په پايښتي پرمختللي مشارکت کې به ناټو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مشورې تر څنګ د روزني پرمختللي پروګرامونه هم ولري.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونده چې د روان لمریز کال د ثور د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ترکې په انتالیا ښار کې جوړه شوې وه له افغانستان څخه هم د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ یو پلاوي په کې ګډون کړی و.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دغه غونډه کې د افغان ځواکونو د تجهیز ستونزې مطرح شوې او د ناټو د راتلونکې کال په غونډه کې به په دې اړه کوتلې پرېکړې هم وشي؛ خو د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې په دې برخه کې باید لومړیتوبونه هم په ګوته شي.

د امنیتي چارو افغان کارپوه میرزا محمد یارمند ازادۍ راډیو ته وویل چې تر هر څه د مخه باید همدا د زده کړو موضوع او د امنیتي ځواکونو تجهیز ته لومړیتوب ورکړل شي:

"دا لومړیتوب د ښوونې او روزنې لومړیتوب دی؛ د تجهیزاتو لومړیتوب، پرمختللي تجهیزات او دغه شان د لویوو کشفي وړتیاوو انتقال چې دا وړتیاووې په ناټو کې وې او باید افغانستان ته انتقال شي."

ښاغلی یارمند دغه شان د هوايي او توپچي ځواکونو پیاوړي کول؛ د داسې پرمختللو جوړښتونو رامنځته کول چې د جرایمو په کشف کې مرسته وکړي او دغه شان د ملي امنیت د وړتیاوو لوړول په لومړیتوبونو کې شمېرې.

د یادونې ده چې د روران لمریز کال په جون میاشت کې به په د ناټو د دفاع د وزیرانو غونده هم جوړه شي؛ کارپوهان وايي، که افغان حکومت تر هغه مهاله د دفاع وزیر ولري نو د داشان اړتیاوو په پېژندلو او په دې برخه کې د ناټو د غړو هېوادونو د همکاري په راجلبول کې به ښه رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG