بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د فرخندې په قتل د تورونو کسانو د محاکمې او د قاضي د حکم په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:
د فرخندې په قتل کې د تورنو کسانوڅلورتنه د قاضي له خوا د اعدام په سزا محکوم شول.
ورځپانه لیکي:
قاضي صفي الله مجددي د ۴۹ کسانو څخه د دیرشو کسانو په اړه حکم صادر کړ.
قاضي د څلورو کسانو په اعدام سربیره، اته کسان یې هر یو په ۱۶ کاله بند محکوم کړل او اتلسو کسانو ته یې برائت ورکړ.
ګاردین لیکي:
د فرخندې کورنۍ د دې حکم له امله راضي نه ده او د فرخندې پلارمحمد نادرملکزاده د قاضي له حکم مخکې وینا کې وویل چې اصلي مجرمان نه دي نیول شوي.
ملکزاده وویل، پولیسو هغه کس لومړی نیولی او بیا خوشې کړی چې د فرخندې په مړي یي موټر تیر کړی دی.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړې شینکۍ کړوخیل چې د جمهوررئیس له خوا د محاکمې د جریان د کتنې په مقصد موظفه شوې، خبرې راخیستې چې وایې، د قاضي له خوا اتلسو تورنو کسانوته په برائت ورکولو سخته خواشینی ده. دا وایي، څنګه کیدای شي چې د مسولو اتباعوپه څير، دې کسانو کتل چې یوه ښځه د یوې ډلې سړیانو له خوا وژل کیږي او دوي یې ننداره کوله؟
د کیمبرلې موتلي په نامه امریکایي وکیلې چې د فرخندې د قتل په دوسیه کې د هغې د کورنۍ مدافع وکیله ده، ورځپاڼې ته ویلي، دا په قطعي ډول د فرخندې او د هغې د کورنۍ په اړه محاکمه ده، خو تر یوه حده یې د افغانستان عدلي سیستم هم له ازمیښت سره مخامخ کړی دی.
فارین پالیسي خپرونې په کندزکې د طالبانو د جګړو په اړه یو مضمون خپورکړی او لیکي:
په تیرې یوې اوونۍ کې طالبانوپه کندز ولایت کې د همغږۍ تهاجمې حملې پیل کړې او په دوو ولسوالیو دشت ارچې او چهاردرې باندې واکمن شوي دي.
وسله والو طالبانو دغه رازخان اباد او امام صاحب ولسوالیوته هم د خپل واک د غزولو هلې ځلې زیاتې کړي دي.
طالبان دغه رازد کندز ښار په شمال کې ګورتیپې سیمې باندې هم د واک ټینګولو هڅې کوي او دا ځکه چې دا سیمه د شمال او جنوب ترمنځ د غزیدلې لارې څلور لارې ده.
خپرونه وړاندې لیکي:
د کندز ښار او ولایت ممکن په روان کال کې د طالبانو د هلو ځلو اصلي محورنه وي او دا ځکه چې دا شمالي ولایت د طالبانو د اصلي پناه ځای پاکستان څخه لرې دي، مهمات او مواد رسول ورته ګران دي او په ستراتیژیکي لحاظ د طالبانو د حکومت کولو لپاره مناسب هم نه دي.