د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

هند غواړي چې له ایران سره د چابهاربندر موافقه ژرلاسلیک کړي


چابهار ته نژدې پرته غرنۍ سيمه
چابهار ته نژدې پرته غرنۍ سيمه

د هند صدراعظم نرندرا مودي به روانه اونۍ د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهاربندر د رغولو پلان مخ ته یوسي.

د اخبره دوو هندي چارواکو چې د دغې پروژې په اړه معلومات لري، رویترز خبري آژانس ته کړې ده.

د هند صدراعظم چې غواړي له مرکزي آسیا سره د سوداګرۍ اړیکو ته پراختیا ورکړي په دې کارسره په نوي ډیلي د واشنګټن هغه فشارونه بابېزه بولي چې له ایران سره په معاملو کې باید له بیړې کار وانخلي.

هند او ایران په ۲۰۰۳ کال موافقه کړې وه چې د ایران او پاکستان پولې ته نژدې د عمان په خلیج کې پروت د چابهار بندر به ودانوي، خو دغه پلان تر اوسه زیات پرمختګ ځکه نه دی کړی چې لویدیځ پر ایران بندیزونه لګولي دي.

د رویترز په وینا اوس چې د چین ولسمشر شي جین پنګ پاکستان ته په وروستي سفر کې له دې هیواد سره د انرژۍ او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې د ۴۶ ملیارډ ډالرو موافقې لاسلیک کړې، مودي هم غواړي چې هر څومره ژر چې کیدای شي له ایران او د خلیج له نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړي.

د هند د انتقالاتو په وزارت کې یوې سرچینې چې نوم یې نه دی افشا شوی، دې آژانس ته وویل چې د انتقالاتو وزیر نیتین ګدکاری (Nitin Gadkari) به ایران ته په یوه ورځني سفر لاړ شي چې د چابهاربندر د پراختیا لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړي.

دغه چارواکي ویلي چې دغه موافقه به د چهارشنبې په ورځ لاسلیک شي.

هغې خوشبینۍ ته په پام سره چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د تهران د اټومي لانجې د هوارۍ په برخه کې رامنځته شوې او ویل کیږي چې د جون تر دیرشمې پورې به یوه نهايي موافقه ترلاسه شي او له دې سره به پر ایران لګول شوي بندیزونه لیرې شي، هند په وروستیو کې یو پلاوی ایران ته استولی و چې له دې هیواد سره د سوداګرۍ، انرژۍ او بنسټیزو پروژو د تړونونو امکانات وڅیړي.

د امریکا متحدو ایالتونو تیره اونۍ هند او نورو هیوادونو ته وویل چې احتیاط وکړي او مخکې له دې چې له ایران سره یوه نهایي اټومي موافقه نه وي لاسلیک شوې، له دې هیواد سره دې اړیکو ته پراختیا نه ورکوي.

خو هندي چارواکو په نوي ډیلي کې د خپل هیواد ملي ګټې له پامه نه شوای غورځولی او هغه راپورته یې اشاره کړې چې وایي د امریکا د انرژۍ یوه پلاوي هم له ایران څخه کتنه کړې ده.

د هند د انتقالاتو د وزارت چارواکي رویترز ته وویل، موږ نه غواړو چې فرصت له لاسه ورکړو او غواړو چټک ګامونه مخته واخلو. هغه وویل د هند کابینې تیرکال د چابهار بندر پراختیایي پلان منظورکړی و.

د هند د سوداګرۍ وزارت یوه مقام چې نوم یې نه دی څرګند شوی دغه راز ویلي چې ایران هند ته د آزادې سوداګرۍ د یوه تړون وړاندیز کړی دی.

ایران ته چې لګول شویو بندیزونو یې سوداګري پیچلې کړې، هند له ۲۰۱۲ کال وروسته خپل صارات زیات کړي چې په تیرو دوو کلونو کې یې اندازه څلورملیارډ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د رویترز په وینا هند په چابهار بندر ځکه پانګونه کوي چې مرکزي آسیا او خلیج ته خپل د ترانسپورت لګښت او د انتقالاتو وخت را کم کړي.

دغه بندر همدا شان د هند د هغو هڅو اساسي برخه ده چې هدف یې پر پاکستان د یوې کړۍ راتاوول دي او هم په وچه کې ایثار افغانستان ته چې اقتصادي او امنیتي اړیکې یې ورسره پراخ کړي، یوه نوې لاره پرانیزي.

هند د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۲۰ کیلومتره لویې لارې چې د چابهارله بندرسره نښلي، پر رغولو شاوخوا سل ملیون ډالره لګولي دي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي تیره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې د دغه بندر رغولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG