اروپايي ټولنې له افغان حکومته په هېواد کې د فساد پرضد د مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازی وايي، افغانستان د کابل بانک قضیه په جدیت سره پیل کړه خو په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته باید دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي؛ د دې لپاره چې په افغانستان کې د فساد د کچې کمېدل یقیني شي، افغان حکومت باید مشخص اقدامات وکړي.
اروپايي ټولنې په تېرو نژدې څوارلسو کلونو کې له امریکا وروسته له افغانستان سره ترټولو زیاتې مالي مرستې کړي دي.
له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل سکیولډ میلبین Franz-Michael Skjold Mellbin وویل، د ولسمشراشرف غني حکومت په کابل بانک کې د شاوخوا نه سوه میلیونه ډالرو د فساد قضیه په ښه جدیت سره پیل کړه خو ده ټینګار وکړچې دا قضیه باید تعقیب شي:
″موږ ډېرخوشاله ووچې ولسمشرغني په خپله هم د کابلبانک او هم د دفاع وزارت قضیی تعقیبولې. دا ښه او امېدواروونکي اقدامات وو. موږ پاملرنه ورته کړې. خو موږ تر دې پراخ او زیات اقدامات غواړو. موږ د ولایاتو په کچه هم خبرې کوو. اړتیا ليدل کېږي چې یو پراخ بنسټه بهیر پرمخ ولاړ شي.″
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړه اوس داسې یوه مشرتابه ته اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان په وجود کې د فساد خپرېدونکي سرطان له مینځه یوسي.
د میلبین په وینا دې سرطان د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامینځ ته کړی.
ښاغلي میلبین زیاته کړه چې په افغانستان کې فساد دوه بڼې لري چې یو یې عادي او بل یې لوی فساد دی.
د نوموړي په وینا عادي فساد هغه دی چې افغانان په خپل عادي ژوند کې له دولتي مامورینو او چارواکو سره د کتنې پرمهال ورسره مخامخ کېږي خو په لوی فساد کې د ځمکو د غصب په شان لوی مسایل شامل دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي یادونه وکړه چې په عادي دولتي دفترونو کې د هغو کسانو موندل ډېر آسانه دي چې د بېلابېلو کارونو په خاطر بډې اخلي خو سکیولډمیلبین زیاته کړه چې حتی د عادي فساد ریښې هم په لوړو پوړیو کې دي.