د افغانستان د صنفي اتحادیو د مرکزي شورا غړیو پرحکومت اعتراض وکړ چې د کارګرانو ژوند ته یې لازم پام نه دی کړی.
دوې دا اعتراضونه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کارګرو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت د عیدګاه جومات په انګړ کې په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د افغانستان د صنفي اتحادیو مرکزي شورا په دې نظرده چې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالروله مرستو سره سره، د دوي په ژوند کې بدلون رامنځته نه شو.
د دې شورا غړیو دا خبرې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کارګر د نړېوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړي. د دې شورا مشرکاکوجان نیازي وویل، په وروستیو دیارلسو کلونو کې د وزګارو خلکو لپاره بنیادي کارونه ونه شول او همدا علت دی چې په هېواد کې ورځ په ورځ د وزګارو شمېر زیاتیږي او که تدابیرورته ونه نیول شوي دا حالت به په یوې لويې ستونزو واوړي:
″کارنشته، فابریکې د سقوط سره مخ دي، پانګې له هېواده په وتو دي، دې سره د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي، د وزګارو شمېرمخ په زیاتیدو دی، دا یوه حیاتي ستونزه ده، له دولته غواړو چې د کار پروژې جوړې کړي.″
په جوړې شوې غونډه کې د مختلفو کارګري اتحادیو په سلګونو غړیو ګډون کړې و.
ویناوالو دا هم وویل، په هېواد کې نن سبا د وزګارو شمېرڅه باندې څلورمیلیونو ته رسیږي اوهرکال د دولسمو ټولګیو په لسګونو فارغان چې پوهنتونونوته لاره نه مومي، هم پردې شمېرې ور زیاتیږي.
ځینو کارګرانو له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، په میاشت کې دومره پیدا کوي چې یوازې چای او وچه ډوډۍ پرې خوړلی شی. د عبدالرحمن په نامه یو کارګر ازادۍ رادیوته وویل:
″له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، هر ډول شاقه کار کوم، خو کفایت نه کوي، شپږ زره افغانۍ تنخوا لرم، په دې کې څلورنیم زره د کورکرایه ورکوم، په یو نیم زرافغانیو له کورنۍ سره ټوله میاشت تیروم، په دې تنخوا که اوړه اخلم غوړي پاتې کیږي او که غوړي واخلم، بیا اوړو ته حیران یم.″
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همرا د کارګرانو ستونزې تایید کړې او ژمنه یې وکړه چې د دوې د تنخواګانو لوړولو او نورو امتیازاتو ته هڅې ګړندۍ شي:
″د کاراو ټولیزو وزارت ستاسې د یو باوري شریک په توګه له تاسې سره ولاړ دی او تل هڅه کوي چې د قانون په چوکاټ کې ستاسې ټول مادي او معنوي حقوق او امتیازات تاسې ته درکړل شي.″
د کارګرانو نړېواله ورځ له نهه نوي کالو راهیسې، هرکال د مې په لومړۍ ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
کارپوهان وايي، په افغانستان کې بې کاري په یو لويي ستونزې اوښتې ده او که دولت ورته تدابیر ونه نیسي، د هېواد ډیری خلک او په تیره ځوانان به یا د مخالفینو په لیکو ورګډ شي، یا په مخدرو موادو روږدي او یا به غیر قانوني کارونو ته لاس واچوي.
راپور: خان محمد سیند