د کندز ښار د دروازو ترشا د وسله والو طالبانو رسېدل د سیمه ییزو چارواکو اندیښنې راپارولي دي.
د کندز د ولایتي شورا رییس وايي؛ وسله وال طالبان د دغه ښار په پنځه کیلومترۍ کې دي.
محمد یوسف ایوبي وایي چې دا مهال د کندز پنځه شپیته فیصده خاوره د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده.
ښاغلي ایوبي د سه شنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې همدا اوس هم د کندز په څو ولسوالیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده:
"د دشت ارچې ولسوالۍ شاوخوا ۹۵ فیصده د طالبانو په لاس کې ده دا یوه مساله؛ بله دا چې د چاردرې ولسوالۍ ۹۰ فیصده د طالبانو په لاس کې ده؛ طالبان د ولایت په ۵ کیلومترۍ کې موقیعت لري او د امام صاحب د ولسوالۍ ۷۵ فیصده هم د طالبانو په لاس کې ده "
د ګل تپې سیمه دوه ورځې مخکې تر سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغله؛ خو ویل کیږي چې تر دې دمه یې د بیا نیولو لپاره هیڅ اقدام شوی نه دی.
په وروستیو میاشتو کې په بدخشان، کندز، فراه او بادغیس کې په داسې حال کې نا امنۍ زیاتې شوي چې د افغانستان شمالي ولایتونه په ورستیو کلونو کې له امنو سیمو ګڼل کېدل.
د کندز والي په دغه ولایت کې د نا امنیو اصلي علت د وسله والو مخالفانو د ستراتیژي بدلون ګڼي او وايي، دوی هڅه کوي چې نا امنۍ له جنوب څخه شمال ته انتقال کړي.
خو د کندز د ولایتي شورا رییس په نومړي ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو بې غوري او بې مسوولیتي د نا امنیو د زیاتېدو لامل ګڼي .
پخوا تردې د کندز اوسیدونکو ویلي وو چې د غیر مسوولو وسله والو کسانو؛ د مخالفو وسله والو او تښتونکو ډلو فعالیتونه په دغه ولایت کې ستر امنیتي ګواښونه دي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې غړو د شمالي ولایتونو په تېره بیا د کندز د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې ورځ تر بلې د طالبانو له خوا د دغه ولایت د محاصرې کړۍ تنګیږي .
خو له دې ټولو اندیښنو سره سره د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندز ولایت کې د اندیښنې وړ څه نشته او وسله وال ځواکونه د دغه ولایت په ټولو برخو حاکمیت لري.
د دې وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي؛ د کندز هیڅ یوه ولسوالۍ له سقوط سره مخ نه ده.
دولت وزیري وویل، د دوشنبې په شپه د امام صاحب په ولسوالۍ کې نښته وشوه؛ خو اوس مهال وضعیت ښه دی .
"په کندز کې حالات عادي دي؛ د وسله والو قواوو، پولیسو او ملي امنيت قطعو تجمع کړې؛ یوازې تېره شپه په امام صاحب کې جګړه وه چې مخالفینو ته په کې زیات تلفات واوښتل .
اوس زموږ قطعې حملې ته تیارې دي؛ د ګل تیپې په لور د حملې په حالت کې دي او په امام صاحب کې حالت ښه دی، هوايي قواوې هم هلته عملیات لري؛ کومه د اندیښنې وړ خبره نه ده."
سره له دې چې هرکال د پسرلي په رارسېدو سره وسله وال طالبان په افغانستان کې خپلې حملې زیاتوي؛ خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو یو شمېر استازي وايي چې سږ کال تر نورو کلونو امنیتي وضعیت ډیر خراب دی .
هغوی خبرداری ورکوي چې که په دې اړه جدي اقدامات ونشي؛ څو شمالي ولایتونه به د وسله والو مخالفانو تر ولکې لاندې راشي .
راپور: حمیده هارون عثمان