د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

افغان حکومت د کندهار او هرات ولایتونو لپاره نوې والیان وټاکل


له اوږده انتظار وروسته افغان حکومت د کندهار او هرات ولایتونو لپاره نوې والیان ټاکلي دي.

د کندهار لپاره نوی ټاکل شوی والي ډاکټر همایون عزیزي د طب په برخه کې په فرانسه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي تر دې مخکې د هرات د ولایتي شورا د رییس او په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

همدا راز اصف رحیمي چې د هرات نوی والي ټاکل شوی؛ په کابل پوهنتون کې یې د انجینرۍ او د متحدو ایالتونو په نبراسکا پوهنتون کې یې؛ د عامه ادارې او مدیریت په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړي تر دې مخکې د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د معین او د کرنې او مالدارۍ وزارت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ د دغو نویو والیانو د ټاکنې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دواړه نوي والي صاحبان، کافي کاري تجربه او د مدیریت ښه مهارتونه لري. د سیمه ییزو ارګاونو خپلواکه اداره او د افغانستان حکومت د دوی پر وړتیاوو باور لري.

همدارنګه د کندهار او هرات له ولسونو هیله کوو چې له نویو والیانو سره په ځانګړې توګه د سولې او امن په ټینګښت کې مرسته وکړي."

ښاغلي غورځنګ وویل، د دې والیانو په ټاکنه کې د دوی توانايي او وړتیا په پام کې نیول شوي او دوی هیلمن دي چې دواړه به وکولی شي؛ په ښه توګه په هرات او کندهار د دولت انګشافي او ټولنیز پلانونه عملي کړي.

خو یو شمېر ولایتونه لا هم نوې والیان نه لري او له څو میاشتو راهیسې هلته سرپرست والیان کار کوي چې د نویو والیانو په ټاکلو کې ځند د خلکو اعتراضونه راپورته کړي.

له ښاغلي غورځنګ نه مې د نورو والایتونو د والیانو د ټاکنې په اړه وپوښتل؛ نوموړې وویل، خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت او د سیمه ییزو ارګانونه خپلواکه اداره په سیمه ییزه توګه بدلونونو ته ژمنه ده او په نژدې راتلونکې کې به دوی په بیلابیلو برخو کې دا بدلونونه وویني:

"دا بدلونونه یوازې د اشخاصو او افرادو بدلون نه دی؛ بلکې دا په ولایتونو کې د بیروکراسۍ د اوږدې پروسې اصلاح ده. د ریفورم عملي کول دي. د چارو او اجراتو دقیقه ارزیابي ده او تر ټولو مهمه له فساد سره مبارزه ده. دا هغه څه دي چې موږ یې په برخه اقدامات کوو او په نژدې راتلونکې کې به په ولایتونو کې خلک د نویو بدلونونو شاهدان وي او دا بدلونونه به د دې لپاره وي چې د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راشي."

ښاغلي غورځنګ تر یو ځایه د نویو والیانو د ټاکنې په بهیر کې د ځنډ په اړه د خلکو ځینې اعتراضونه پر ځای وبلل؛ خو ټینګار یې وکړ چې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواګه اداره په ولایتونو کې د نویو بدلونو پر موضوع له مرکزي چارواکو سره پرلپسې جدي کار کوي چې په ترڅ کې یې په یو شمیر ولایتونو کې بدلونونه راغلي او په نور کې به هم زر راشي.

ښاغلي د ولایتي چارو د سمون په اړه د یو شمېر لایحو او کړنلارو یادونه وکړه چې دې ادارې پرې په دې وروستیو کې کار کړی؛ څو یې له مخې په ولایتي چارو کې سمون راشي او د فساد او کارونو د ګډوډۍ مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG