د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

اشرف غني:د ۳۱ برمته شویو مسافرو پر ازادولو ۶میلیونه ډالره لګول شوي


د افغانستان ولسمشر د ۳۱ مسافرو په ازادولو کې د حکومت بې تفاوتي بې ځایه او له واقعیته لرې خبره ګڼي.

په پرلپسې توګه د ۳۱ برمته شویو مسافرو د ازادولو په اړه د حکومت په چوپتیا انتقادونو؛ د هېواد لوړپوړي دولتي چارواکي ته دې اړ کړل چې د خلاصون د عملیاتو له څرنګوالي څخه پرده پورته کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني ایران ته د سفر په جریان کې ویلي چې د ۳۱ برمته شویو مسافرو د ازادولو په عملیاتوکې تراوسه شپږ میلیونه امریکايي ډالر مصرف شوي دي.

ښاغلي غني ویلي چې افغان ځانګړیو ځواکونو په سختو شرایطو کې د مسافر د ازادولو لپاره عملیات کړي چې په جریان کې ۶۹ تروریستان وژل شوي دي:

"افغان حکومت تراوسه په دې عملیاتو کې شپږملیونه ډالر مصرف کړي؛ ۶۹ تروریستان وژل شوي، دا په تېرو څوارلس کلونو کې تر ټول شدید عملیات وو چې د مسافر د خلاصون لپاره ترسره شوي؛ ځانګړیو ځواکونو په سختو شرایطو کې لوی عملیات ترسره کړي؛ په بل هیڅ ملي مسالې کې په دومره کم وخت کې داسې عملیات نه دي شوي؛ موږ په پنځو کمرو کې هغوی تعقیب کړي؛ نو له همدې امله هغه ادعا چې حکومت به دې اړه بې تفاوته ده؛ یوه بیځایه خبره ده."

له دې وړاندې د ملي وحدت حکومت اجرايي رییس ویلي وو چې د ۳۱ برمته شویو مسافرو ازادولو لپاره چې کوم اقدامات شوي دي؛ د موضوع د حساسیت له امله جزیات نه شي ورکولای.

نږدې دوه میاشتې وړاندې نامعلومو وسله والو د زابل په مربوطاتو کې ۳۱ مسافر له موټر ښکته کړل او نامعلوم لوري ته یو وړل.

یوه حکومتي چارواکي ويلي چې یاد کسان د اسلامي دولت یا داعش له لوري برمته شوي دي.

قومي مشرانو چې له یرغمل نیونکو سره خبرې کړې؛ وايي، تښتوونکي د برمته شویو مسافرو د خلاصون په بدل کې د خپلو هغو ۱۲ ملګرو د ازادولو غوښتنه کوي چې له افغان حکومت سره بندیان دي.

خو افغان چارواکي وايي، د ۳۱ مسافرو د ازادولو لپاره به په هر هغه اقدام لاس پورې کړي چې د هېواد ملي ګټې او د مسافرو ژوند په کې خوندي شي.

همدارنګه د دې برمته شویو مسافرو د ازدولو لپاره مدني اعتراضونه او هڅې دوام لري او له تېرو درېیو اوونیو راپدې خواد برمته شویو مسافرو د کورنیو غړیو په کابل ښار کې تحصن خیمه وهلې.

د ۳۱ مسافرو د کورنیو غړي او خپلوان وايي؛ حکومت مکلفیت لري چې د کورنیو غړیو خلاصون ته اهمیت ورکړي او په دې اړه هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

د ۳۱ برمته شویو مسافرو له جملې څخه د یوه پلار د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو داسې وویل:

"که حکومت پنځه یا شپږ او حتی لس میلیونه ډالره مصرف کړي وي؛ کومه مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې چې زموږ برمته شوي مسافر راخلاص کړي؛ حکومت دې یو کار وکړي چې زموږ مسافر دې راخلاص کړي؛ که په پیسه او که په ډالر یې خلاصه وي موږ ورسره کار نه لرو."

د مسافرو د کورنیو یوشمېر غړیو د حکومت له خوا د د ازادولو په عملیاتو باندې د شپږ میلیونه لګښت نادرست بولي او وايي؛ امکان لري ځینې کسانو ولسمشر ته د علمیاتو د لګښت په اړه ناسم معلومات ورکړي وي.

دوی ټینګار کوي چې حکومت څومره چې ژر کیږي؛ د ۳۱ برمته شویو مسافرو د یرغمل نیونې موضوع روښانه کړي او هغوی روغ سلامت خپلو کورنیو ته ستانه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG