د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پرون ناوخته پیل شوې جګړه پای ته ورسېده.
پرون ماښام دوه تنه وسلوال د محلي پولیسو په درېشیو کې لومړۍ حوزې ته ننوتل او له پولیسو سره يې نښته پیل کړه.
د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د دوشنبې په سهار د برید په ځای کې ازادۍ راډیو ته وويل چې په دې برید کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي او درې پولیس سطحآً ټپیان دي.
ملاخېل ویلي، برید ځکه ټوله شپه دوام وکړ چې هڅه کېدله پولیسو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
د لښکرګاه ښار د عاجل يا ایمرجنسي روغتون سرچینې وايي دوی ته یوولس ټپیان ور وړل شوي دي چې په ټپیانو کې د عامه نظم د اوومې لیوا قوماندان غلام سخي غفوري هم شامل دي.
سرچینه وايي د درېیو پولیسو مړي هم دوی ته وروړل شوي دي، خو دولتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دې برید پره چا په غاړه نه ده اخستې.