د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

ولسمشر غني وايي تروریستان غواړي د افغانستان په شمال کې ځان ته پناه ځای جوړ کړي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو پر عسکرو حمله نړیوالو تروریستانو کړې وه.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر د بدخشان خلکو ته په وینا کې څرګنده کړه چې یو شمېر نړیوال تروریستان غواړي چې د منځنۍ اسیا د امنیت خرابولو لپاره؛ د افغانستان په شمال کې پښې ټینګې کړي.

"ولسمشر وویل چې نړیوال تروریستان غواړي چې دلته یې ګټې خوندي شي او د افغانستان شمال د تروریستانو لپاره پیاوړې پناه ګاه جوړه کړي؛ څو له دې ځایه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته تهدید پيښ کړي. خو دې ارمان ته به ونه رسیږي. ولسمشر خلکو ته وویل چې د کورنیو او بهرنیو تروریستانو په وړاندې خپل یو والي ټینګ وساتي."

ښاغلي غني بدخشانیانو ته ډاډ ورکړی چې هلته د امنیتي وضعیت د خرابوالي په اړه به بې تفاوته نه پاتې کیږي او کابل ته له ستنېدو سره سم به دا مساله د خپلې کابینې او امنیتي ادارو له مشرانو سره مطرح کړي.

ښاغلي غني ژمنه کړې چې د وسله والو طالبانو د ریښو ایستلو او د داعش د فعالیت مخنیوي ته په خپلو کاري پروګرامونو کې الویت ورکوي.

د ښاغلي بیدار په حواله، ولسمشر غني پرون (شنبه) د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د وروستۍ خونړۍ حملې د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او ژمنه یې ورسره وکړه چې په پيښه کې غفلت کوونکي به محاکمه شي.

"ولسمشر غني وویل چې نور موږ د خپلو عسکرو وژل کېد نه شو زغملی. هغه حکومتي، پوځي چارواکي به چې په دې پيښه کې یې غلفت کړی؛ تر تحقیقاتو وروسته، نیول کیږي او مجازات به شي. هغه کسان چې زموږ د ملي اردو د عسکرو سرونه یې پرې کړي وو؛ باید وپوهیږي چې دا نور نه شو زغملی او د طالبانو ریښې به انشاءالله له دې ځايه وباسو."

وسله والو کسانو څو ورځې مخکې، په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو پر عسکرو په داسې وخت کې چې هغوی ویده وو؛ حمله وکړه او لږترلږه ۳۰ تنه یې ووژل او زخمیان کړل.

د بدخشان د والي د مرستیال ګل محمد بیدار په وینا؛ ولسمشر غني پر افغانو طالبانو ږغ کړی چې په بهرنیو تروریستانو دي نه غولیږي.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې پرون د ولسمشر غني په حواله وویل چې وسله وال طالبان باید حکومت ته خپل خط ور معلوم کړي.

خبرپاڼه د ولسمشر په حواله وايي چې هغوی باید د افغان حکومت او د نړیوالو تروریستانو تر منځ یوه انتخاب وکړي.

XS
SM
MD
LG