د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشرباراک اوباما عراق ته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې يا داعش له لاسه بې ځايه شوو خلکو سره د بشري مرستو په ترڅ کې د دوه سوه مليونو ډالرود ورکولو پيشنهاد کړی دی.
خو بغداد ته يې د اپاچي هيلي کاپټرو او نورو وسلو وکولو په اړه څه نه دي ويلي.
د امريکا ولسمشرباراک اوباماعراق ته د ۲۰۰ میليونه ډالرو د بشري مرستو ورکولو پېشنهاد کړی دی.
دا بشري مرستې به هغوخلکو ته ورکول کېږي چې د داعش د وسله والو له لاسه بې ځايه شوي دي.
د مرستې دا پيشنهاد د عراق د صدراعظم حيدرالعبادي د بشپړه نظامي ملاتړترغوښتنې کم دی.
اوباما چې د عبادي سره يې د اپريل په دولسمه په سپينه ماڼۍ کې کتلي وو، ويلي وو چې په عراق کې کورنۍ او ماشومان اغېزمن شوي دي او د امريکا متحده ايالات يې بايد مرسته وکړي.
اوباما همدارازد هغه پرمختګ ستاينه وکړه چې د ده په خبره د امريکا له مرستې برخمن عراقي پوځيانو د داعش د وسله والو پر وړاندي کړی دی.
اوباما وويل چې اتحادي هېوادونو د داعش وسله والو په پرشا تمبولو کې جدي پرمختګ کړی دی.
ولسمشراوباما د سې شنبې په ورځ د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره د خبرو پرمهال په واشنګټن کې وويل:
″هغه له عبادي مننه وکړه چې پرخپله ژمنتيا يې د عمل په ترڅ کې د عراق په حکومت کې ټولې خواوې له ځان سره شاملې ساتلي.″
ښاغلي اوباما زياته کړه چې عراقي او د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ ايتلافي ځواکونوله داعش وسله والې ډلې څخه په عراق کې يو په څلورو کې سيمې بيرته نيولي دي.
هغه وويل چې اوه مياشتې مخکې، د عبادي له ټاکل کېدو وروسته عراقي پوځيان په ښه توګه مجهز او روزل شوي دي خو زياته يې کړه چې په پوره ډول د داعش پرشا تمبول به اوږد وخت ونيسي.
العبادي د اپريل په ديارلسمه نېټه خبريالانو ته وويل چې د امريکا د متحده ايالاتو د هوايي بريدونو زياتېدو، د وسلو ليږلو او د ځواکونو روزنې د داعش په پر شا تمبولو کې مرسته کړې ده.
خوهغه وويل چې د دې ډلې د ختمولو لپاره د نړېوالو اتحادي هيوادونو نورو مرستو ته اړتيا لري.
ښاغلي عبادي پرون په سپينه ماڼۍ کې ورته غوښتنې وکړي او هيله يې څرګنده کړه چې په سيمه کې د بحران د کمولو لپاره نورې نړېوالې همکارۍ ته اړتيا لري.
باراک اوباما وويل چې دواړو مشرانو په عراق کې د وسله والو پر وړاندې په جګړه کې د ايران د مداخلې چې د واشنګټن لپاره د انديښنې غټ ټکې دی، په اړه تفصيلې خبرې وکړې.
شيعه ملېشې چې باورکېږي ايران يې ملاتړکوي، د عراقي پوځيانو سره د داعش د وسله والو د پرمختګ په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.