د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د بهرنیو چارو وزارت د یمن او سوریې په جګړو کې د افغان کډوالو ګډون تایید کړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې له ایرانه یو شمېر افغانان د سوریې او یمن جګړو ته تللي دي.

د منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو ته له ایرانه د افغان کډوالو د لیږلو مساله له ډېره وخته یادیده؛ خو د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت دغه موضوع تایید کړه.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني وایي؛ د دوی د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې له ایرانه یوشمېر افغان کډوال د سوریې او یمن جګړو ته لیږل شوي دي.

ښاغلي مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د دې کسانو کره شمېر په ګوته نه کړ؛ خو زیاته یې کړه چې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه تللي دي:

"په دې هکله چې افغانان له ایرانه د سوریې یا یمن جګړې ته استول شوي دي؛ تر کومه حده چې موږ ته معلومات رارسیدلي؛ دا ټول شخصي او اعتقادي انګیزې لري؛ داسې کوم رسمي سند یا راپور بهرنیو چارو وزارت ته نه دی رارسیدلی چې د دوی څرګندويي وکړي چې د د دوی له مجبوریتونو څخه استفاده شوې وي او یا جبراً استول شوي وي."

په دې وروستیو کې د ملي مشارکت په نوم د یوه ګوند غړو بیا په کابل کې د ایران سفارت مخې ته مظاهره وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد هلته د افغان کډوالو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخلي.

د دې ګوند مشر نجیب الله کابلي وویل چې له ایران څخه په زوره د سوریې؛ یمن او عراق جګړو ته افغانان لیږل کیږي او د دوی د معلوماتو له مخې په دې جګړو کې ۳۵۰ افغانان وژل شوي چې جسدونه یې لادرکه دي.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شول چې ایران د پنځه سوه ډالره معاش او یوشمېر نورو امتیازاتو په بدل کې افغانان د سوریې؛ عراق او یمن جګړو ته لیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې ویدیو ګانې خپرې شوي چې سوریې او یمن ته له ایرانه د افغان کډوالو تګ ښيي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون مشر زلمي زابلي ازادي راډيو ته وویل؛ د بهرنیو چارو وزارت دا خبرې په کډوالو تور پورې کول دي چې ګواکې په خپله خوښه د سوریې او یمن جګړو ته ځي:

"دوی په خپله په افغانانو باندې تهمت لګوي چې ګواکې په خپله عقیده باندې تللي دي؛ زه دا په کلکه ردوم، زموږ افغانان چې هلته ځي دوی په زور ځي؛ په جبر او په اکراه ځي، هغوی د دې لپاره ځي چې رد مرز نه شي او یا یې اولاد له مکتبونو منع نه شي؛ امید کوم چې نور د بهرنیو چارو وزارت په خپلو افغانانو تهمت ونه کړي؛ بلکې د اصولو مطابق یې له حقونو دفاع وکړي."

ایران په یمن کې د هوثي یاغیانو ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ یې د هغه ایتلاف له جوړېدو سره هم مخالفت ښودلی چې د هوثیانو د ځپلو په هدف یې په یمن کې عملیات پیل کړي.

د چارو څیړونکي وایي، افغان ولسمشر باید ایران ته په خپل راتلونکي سفر کې چې ممکن به نږدې ورځو کې وشي، ایراني چارواکي وپوښتي چې ولې له کډوالو سره دا ډول چلند کوي؟

XS
SM
MD
LG