د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۷

د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک نن کابل ته سفر کوي


د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک
د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک

ټاکل شوې چې د خيبر پښتونخوا ايالت د اعلى وزير پرويز خټک په مشرۍ به يوه جګپوړى پاکستانى پلاوى د سه شنبې په ورځ د افغانستان پايتخت کابل ته سفر وکړي او د دې هېواد له چارواکيو سره په وګوري.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياند شکيب مستغني په خبره؛ دغه پلاوى به له افغان ولسمشر، اجرايه رييس او شمېر نورو جګپوړو افغان چارواکيو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ په پراختيا؛ ټرانزيټي مساېلو د اواري او يو شمېر نورو دوه اړخيزو اړيکيو خبرې وکړي.

د خيبر پښتونخوا د اعلى وزير په مشرۍ دا پلاوى په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان بېلابېلو پوځي او ملکي چارواکيو هم افغانستان ته سفرونه کړي دي.

په همدې موده کې څلورځله د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف او د استخباراتو مشررضوان اختر له کابله لیدنه کړې او نږدې درې میاشتې مخکې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو یو پلاوی هم کابل ته تللى و.

د خيبر پښتونخوا اعلى وزير پرويز خټک په داسې وخت کې د افغان دولت په بلنه کابل ته سفر کوي، چې د تېر کال په ډسمبر کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر حملې وروسته په دې ايالت کې مېشت افغان کډوال د پوليسو او نورو امنيتي ادارو تر سخت فشار لاندې دي او په بېلابېلو طريقو ځورول کېږي.

په عين حال کې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي د پرويز خټک سفر له پاکستان؛ په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا له ايالتي حکومت سره د افغان دولت د اړيکيو لپاره مهم ارزوي او په دې باور دي چې ښايي ښې نتيجې به ولري.

د سياسي چارو څارونکي او خبريال شميم شاهد چې د خيبر پښتونخوا له اعلى وزير پرويز خټک سره د کابل په سفر کې ملګرى دى؛ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه سفر په اړه وويل:

"د دې سفر مقصد دا دى چې د افغانانو زيات دارومدار په خيبر پښتونخوا دى؛ دلته کې د هغوى ډېرې زياتې ګيلې مانې دي. نو دا هغوى راغوښتي دي چې هغوى د افغانستان او دلته کې چې کوم افغانان مېشته دي؛ په هغې خبرې وکړي او مشکلات يې حل کړي.

که تاسې وګورئ، نو زما دا خيال دى چې په تاريخ کې په لومړي ځل د دې صوبې (خيبر پښتونخوا) وزير اعلى باقاعده د خبرو اترو لپاره افغانستان ته غوښتل شوى دى. نو زما دا خيال دى چې د دې سفر مقصد هم دا دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځه چې کوم تاوتريخوالى او ګيلې ماندې دي دا ختمې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځه ښه تعلق جوړ شي."

په افغانستان کې د محمد اشريف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت له رامنځته کېدو سره د افغانستان او پاکستان په اړیکيو کې د پام وړ بدلون راغلى او تر دې دمه د افغان ولسمشر په ګډون؛ د افغانستان د سوداګرۍ او کډوالو چارو وزیرانو او دغه راز د ملي شورا هیاتونو اسلام اباد ته سفرونه کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان حکومت هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکيو د پراختیا تر څنګ د دې هېواد د سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنه کړې او دا یې منلې چې خاوره به یې نور د افغان طالبانو لپاره پناه ځای نه وي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG